د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس غني د سولې د عالي شورا دارالانشا لغوه کړه ـ صدیقي


ارګ وایي، جمهور رئیس غني د یو فرمان په ترڅ کې د سولې عالي شورا لغوه کړه.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د شنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني د یو فرمان په ترڅ کې د سولې د عالي شورا د دارالانشا تشکیلات لغوه کړل.

صدیق صدیقي خبریالانو ته وویل، چې د سولې د عالي شورا ټولې چارې به د دې وروسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت له خوا پرمخ یوړل شي.

صدیق صدیقي وویل " د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سولې د مشورتي جرګې د استازو په غوښتنه رامنځ ته شو او جمهور رئیس د سولې په برخه کې د اړتیا له مخې دا اقدام وکړ، نن جمهور رئیس صاحب د سولې د عالي شورا د لغوه کیدو فرمان هم صادر کړ، د سولې عالي شورا لغوه شوې ده، د دې شورا ټولې چارې د سولې وزارت پورې مربوط کیږي".

ښاغلي صدیقي د خبري کنفرانس وروسته امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې یوازې د سولې د عالي شورا د دارالانشا تشکیلات لغوه شوي دي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د عامه اړیکو رئیس سید احسان طاهري هم رسنیو ته په یو لیږلي بیان کې ویلي، چې د سولې عالي شورا لغوه شوې نه ده بلکې یوازې د دغې شورا د دارالانشا تشکیلات لغوه شوي دي.

د افغانستان د سولې عالي شور په نوم تشکیلات د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د کار په موده کې وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو د پرمخ وړلو لپاره رامنځ ته شو او استاد برهان الدین رباني د سولې د عالي شورا د لومړي رئیس په توګه وټاکل شو.

په ۲۰۱۱ کال کې په یو ځان مرګي برید کې د استاد رباني د وژل کیدو وروسته د هغه مشر زوی صلاح الدین رباني د دغې شورا د مشر په توګه وټاکل شو.

جهمور رئیس محمد اشرف غني لومړی د پخوانیو مجاهدینو یو مشر پیر سید احمد ګیلاني د دغه شورا د رئیس په توګه وټاکه، چې د هغه مړینې وروسته محمد کریم خلیلي تر نن ورځې پورې د دغې شورا مشري په غاړه لرله.

XS
SM
MD
LG