د لاس رسي وړ اتصالات

غني اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې ګډون لپاره ترکیې ته تللی


جمهور رئیس محمد اشرف غني د جمعې د ورځې په سهار له کابل څخه د ترکیې استنبول ښار ته تللی دی.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د جمعې د ورځې په سهار له کابل څخه د ترکیې استنبول ښار ته تللی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، جمهور رئیس محمد اشرف غني د اسلامي همکاریو د سازمان په فوق العاده غونډه کې، چې د بیت المقدس د مسلې په اړه جوړیږي د ګډون لپاره نن د جمعې د ورځې (د غوايي ۲۸ مه) سهار له کابل څخه د ترکیې د استنبول ښار ته تللی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند سرپرست شاه حسین مرتضوي، امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د اسلامي همکاریو د سازمان دا فوق العاده غونډه نن د جمعې د ورځې له غرمې وروسته په استنبول کې جوړیږي او د یو شمیر اسلامي هیوادونو مشران به په کې د اسرائیلو له پایتخت تل ابیب څخه بیت المقدس ښار ته د امریکا د سفارت د لیږد پرمسله خبرې وکړي.

ښاغلي مرتضوي وویل " دا غونډه نن مازیګر جوړیږي او د شپې تر ناوخته به دوام ومومي د اسلامي هیوادونو یو شمیر مشران غونډې ته به وینا ولري او غونډه به د پریکړه لیک په خپریدو پای ته ورسیږي".

دا غونډه د ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان په کوربتوب جوړیږي.

افغانستان له وړاندې د تل ابیب څخه بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د لیږد د پریکړې سره مخالفت ښودلی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست دمخه په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې د سفارت د لیږد د پریکړې په اړه یې خپلې اندیښنې د دیپلوماتیکو لارو د امریکا حکومت ته رسولي او هم په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي د دې پریکړې سره مخالفت څرګند کړی دی.

امریکا په یو تاریخي اقدام کې د دوشنبې په ورځ ( غوايي ۲۴ مه) په بیت المقدس کې خپل سفارت پرانیست.

فلسطینانو د دغه کار په غبرګون کې مظاهرې وکړې، چې پر مظاهره چیانو باندې د اسرائیلو د پوځ په ډزو کې لږ لږه ۵۲ فلسطينان وژل شوي دي.

اسرائیل او فلسطینان دواړه د بیت المقدس د مالکیت دعوه لري.

جمهور رئیس ټرمپ د ۲۰۱۷ کال په ډسمبر کې بیت المقدس د اسرائیلو د پایتخت په توګه وپېژند او اعلان یې وکړ چې له تل ابیب څخه به خپل سفارت بیت المقدس ته انتقال کړي.

XS
SM
MD
LG