د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د اسلامي تاریخ مطالعه کول له افراطیت سره مبارزه کول دي


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني وایي، چې د افراطیت یو لامل دادی، چې خلک له خپل اصل او نسبه پردي شوي دي او د دغې ستونزې د حل لپاره اړتیا ده، چې اسلامي تاریخ په سمه توګه ولوستل شي.

جمهور ریس غني د دوشنبې پر ورځ د تصوف او عرفان په غونډه کې وویل، هغه ځوانان، چې افراطیت او تند لارې ته مخه کوي فکر کوي، چې ریښه او نسب نه‌لري.

جمهور رئیس غني وویل، موږ به تر هغه وخته ځان ونه پیژنو تر څو چې اسلامي تاریخ په سمه توګه مطالعه نه‌کړو.

ښاغلي غني وویل:"څو نفرو ته مو دا متون تشریح کړی و؟، ما په خپله خوښه وکړل او ما ځکه وکړل، چې ما یو غربي ټولنپوه آثار په اسلام ولوستل، ما ویل زه خو نه پوهیږم دا خو سل فیصده نه پوهېږي، نو پس له هغه مې شروع وکړل چې متون وپیژنم پس له هغه نه سلسلې ته لاړم او دا د انټرنټ وخت نه وه بعضې وختونه ما دوه میاشتې یو اثر ته صبر کوه ځکه متون سخت وه اما خبر په دې کې ده چې موږ باید ځان وپیژنو او ځان نه شو پیژندلای تر څو چې خپل اسلامي تاریخ ونه پیژنو او پوه نه شو چې موږ یو تمدن یو".

جمهور رئیس محمد اشرف غني همدارنګه وویل، چې طریقتونه په هېوادونو، ژبو او قومونو پورې اړه نه‌لري بلکې ددې لامل کېږي، چې انسانان سره وصل او یو ځای کړي.

هغه همدارنګه وویل، چې "موږ نن ورځ په وصل پسې راغلې یو او زموږ د ټولنې وصل بنسټیز وصل دی".

هغه همدارنګه وویل، چې د شریعت او طریقت ترمنځ یې هیڅ ډول تضاد نه دی موندلی.

XS
SM
MD
LG