د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس غني د لاجوردو لار پرانیستله


د لاجوردو ترانزیتي لاره د افغانستان د ترکمنستان، کسپین بحیرې، آذربایجان، جورجیا او ترکیې له لارې د اروپا اوبو ته رسیږي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني، نن د پنجشنبې په ورځ (لیندۍ ۲۲ مه) د لاجوردو لار، چې افغانستان د ترکمنستان له لارې د اروپا ترانزیټي لارو سره نښلوي په هرات کې د پټۍ په پرې کولو پرانیستله.

په دې مراسمو کې د ترکمنستان د ترانسپورټ وزیر او د دغې لارې په اوږدو کې د پرتو هیوادونو استازو هم برخه لرله.

جمهور رئیس غني د پتۍ د پرې کولو په مراسمو کې وویل، افغانستان د سیمې څلور لارې کې پروت دی او د دغې لارې د پرانیستلو وروسته به په لسګونو نورې لارې هم د افغانستان د خلکو پرمخ پرانیستل شي.

جمهور رئیس غني وویل " زما احساس د ویاړ احساس دی، چې نن افغانستان بیا خپل ځای په منطقه کې پیدا کړ او هیله مې دا ده،لکه څنګه چې د اوریښمو او لارجوردو په لارو کې افغانستان وځلید یو ځل بیا ځلیږي او پر خپلو پښو ودریږي".

د پټۍ د پرې کولو وروسته د هرات له ښار څخه یو شمیر لارې، چې د افغانستان تولیدات په کې بار وو، پر دغه لار اروپا ته خپل مزل پیل کړ.

د افغانستان د ترانسپورټ وزارت وايي د لاجوردو په لار د سوداګریزو توکو په لومړۍ جوپه کې شاخوا ۱۸۰ ټنه د پنبې تار، ۲۳ ټنه ممیز، ۲.۵ ټنه کُنځلې او ۲۶ ټنه د هندوانو زړي شامل دي.

د لاجوردو ترانزیتي لاره د افغانستان په شمال او لویدیځ کې له دوو بندرونو د فاریاب د آقینې او د هرات د تورغونډۍ بندرونو څخه پيل او د ترکمنستان، کسپین بحیرې، آذربایجان، جورجیا او ترکیې له لارې د اروپا اوبو ته رسیږي.

د لاجوردو د ترانزیتي لارې هوکړه لیک تیرکال د افغانستان، ترکمنستان، آذربایجان، جورجیا او ترکیې هیوادونو ترمنځ لاسلیک شوی وو.

هرات بای پاس سړک پرانیستل شو

جمهور رئیس غني د پنجشنبې په ورځ هرات ته د رسیدلو لږ وروسته د هرات ښار د بای پاس ۴۵ کیلومټره اوږد سرک هم پرانیست.

دا سړک، چې د هرات اسلام قلعه - د هرات کندهار له لارې سره نښلوي د ايټالیا د هیواد د څه باندې دوویشت میلیونو ډالرو په مالي مرسته جوړ شوی دی.

جمهور رئیس غني د دغه سړک د پراتیستلو له امله د افغانستان او په ځانګړي ډول د هرات اوسیدونکو ته مبارکي ورکړه.

جمهور رئیس غني په لنډه وینا کې وویل، چې د دغه سړک په پرانیستلو به د هغو لاریو ډرایوران، چې د هرات ښار له لارې د کندهار – هرات لارې ته د تللو لپاره د ښار دباندې ۱۶ ساعته انتظار کوي، اوس د دغه اوږد انتظار پرته خپل سفر ته دوام ورکړی شي.

XS
SM
MD
LG