د لاس رسي وړ اتصالات

د انجونو لخوا د ترانې ویلو بندیز ته د ولسمشر غني د سلاکار غبرګون


عکس(ارشیف)

د افغان ولسمشر یو سلاکار وحید عمر د افغانستان د پوهنې وزارت وروستۍ پرېکړې ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې هېڅ بنسټ د دې ا جازه نه لري چې خلکو ته د قانون خلاف حد وټاکي.

د افغانستان د پوهنې وزارت په وروستیو ورځو کې ټولو خصوصي او دولتي ښونځیو ته سپارښتنه کړې چې په رسمي غونډو کې دې د هغو ښځینه زده کوونکو د ترانې ویلو مخه ونیسي چې عمر یې له ۱۲ کلونو لوړ وي.

د ولسمشر سلاکار نن شنبه مارچ ۱۳ (کب۲۳) په خپلې ټویټر پاڼې کې ویلي:"د افغانستان اساسي قانون د وګړو شخصي او ټولنیزې ازادۍ تضمینې کړي دي. هیڅ شخص یا بنسټ د دې حق نه لري چې د قانون خلاف خلکو ته حد وټاکي."

هغه دا هم ویلي چې دوی د پوهنې وزارت له چارواکو سره د دغې موضوع په اړه په اړیکه کې شوي او ژر به په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي.

له بلې خوا د پوهنې وزارت ويلي چې دغه غوښتنه یې د زده کوونکو د کورنیو د پرلپسې غوښتنو وروسته کړې ده.

له دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم د دغې موضع پر وړاندې غبرګون ښودلی و.

دغه کمیسیون ویلي و چې د ماشومانو پر حقونو هر ډول محدودیت راوستل د ملي قوانینو او نړیوالو کنوانسینونو پر خلاف دی.

له دې برسېره په ټولنیزو رسنیو کې د ښځو د حقونو فعالانو هم د دغه محدودیت پر وړاندې پراخ غبرګونونه ښودلي دي.

XS
SM
MD
LG