د لاس رسي وړ اتصالات

غزني ولایتي شورا دفتر د وسله والې نښتې وروسته تړل شوی


د غزني ولایتي شور ا غړي وايي د دغې شورا د دوو غړو ترمنځ نښته د شور ا د ریاست د څوکۍ د ګټلو په سر شوې ده.
د غزني ولایتي شور ا غړي وايي د دغې شورا د دوو غړو ترمنځ نښته د شور ا د ریاست د څوکۍ د ګټلو په سر شوې ده.

د غزني ولایتي شورا یو شمیر غړي وايي د دغه ولایت امنیتي ادارو د دغه ولایت د ولایتي شورا د دفتر دروازه د شورا د دوو غړو ترمنځ د یوې وسله والې نښتې وروسته تړلې ده.

دا وسله واله نښته د میرمن لطیفه اکبري او نصیراحمد فقیري د ساتونکو ترمنځ هغه مهال پیښه شوه چې کله د ولایتي شورا دغو دواړو غړو د شورا د ریاست لپاره لازمې رایې ترلاسه نه کړې.

د غزني د ولایتي شورا غړي خالقداد اکبري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې په دې نښته کې درې تنه ژوبل شوي دي، خو پخپله د ولایتي شورا غړو ته زیان نه دی رسیدلی.

ښاغلي اکبري وویل " میرمن لطیفه اکبري او نصیر احمد فقیري د ولایتي شورا ریاست ته نوماند وو، چې دواړو د دغې کرسۍ د ګټلو لپاره برابرې رایې تر لاسه کړې، دا کار د دغو دوو استازو ترمنځ په لفظې شخړه بدل شو او په پایله کې د دواړو استازو د ساتونکو ترمنځ وسله واله نښته وشوه، چې درې تنه په کې ژوبل شول".

د غزني ولایت یو شمیر اوسیدونکو هم امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي چې د تیرو دریو ورځو راهیسې د دغه ولایت د ولایتي شورا دفتر تړلی دی.

د غزني ولایت د ولایتي شورا د دفتر د تړلو وړاندې یو شمیر نورو ولایتونو کې هم کله کله د ولایتي شوراګانو دفترونه د بیلابیلو دلایلو له مخې د لنډې مودې لپاره تړل شوي وو، خو دا لومړی ځل دی، چې د ولایتي شورا د ریاست پر سر د ولایتي شورا د غړو ترمنځ وسله واله نښتې له امله د یو ولایت د ولایتي شورا د دفتر دروازې تړل کیږي.

XS
SM
MD
LG