د لاس رسي وړ اتصالات

غور کې د طالبانو برید کې د ۱۵ ملکیانو د وژلو ادعا شوې


طالبان د غور ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې فعال حضور لري.
طالبان د غور ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې فعال حضور لري.

د غور ولایتي شورا غړو د ادعا له مخې، تیره شپه ( غبرګولي ۶ مه) وسله والو طالبانو د دغه ولایت مرکز فیروزکوه سره نږدې پر یو کلي برید کړی، چې له امله یې ۱۵ ملکي وګړي او درې پولیس وژل شوي او اوه لس نور ژوبل شوي دي.

د غور د ولایتي شورا یو غړي عبدالحمید ناطقي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تیره شپه وسله والو طالبانو د فیروزکوه ښار سره نږدې د " شب شدګي" په کلي کې د افغان ځواکونو سره د څو ساعتونو لپاره په جګړه کې ښکیل شو.

ښاغلي ناطقي وویل، یوه ښځه او یو ماشوم هم په وژل شوو ملکیانو کې شامل دي.

د ولایتي شورا دغه غړي وویل، کله، چې کلي ته د مرستې لپاره نور ځواکونه ورسیدل طالبان له دغې سمیې په شا شول.

د غور د ولایتي روغتون یو ډاکټر شریف قاضي زاده امریکا غږ اشنا ته وویل، چې د پیښې له ځایه اوه لس ټپیان روغتون ته ور لیږدول شوي، چې د دوو روغتیایي وضعیت نازک دی.

ښاغلي قاضي زاده وویل، اوه پولیس او لس تنه ملکیان، چې دوه ماشومان هم په کې شامل دې روغتون ته ور وړل شوي دي.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي امریکا غږ اشنا سره په مرکه کې جګړه تائید کړه، خو د تلفاتو په اړه یې څه ونه ویل.

د دغې پیښې یو شمیر عیني شاهدان وايي، جګړه هغه مهال ونښته، چې کله طالبانو غوښتل د کلي څخه سل څاروي له ځان سره یوسي.

وسله والو طالبانو لا د دغې نښتې په اړه تبصره نه ده کړې. خو دغې ډلې تل د ملکیانو په وژلو کې لاس لرل په کلکه رد کړي دي.

د " شب شدګي" کلی د غور ولایت د مرکز په لودیځه ۴۵ کیلومترۍ کې پروت دی.

XS
SM
MD
LG