د لاس رسي وړ اتصالات

د سنا استخباراتي کميټې جینا هاسپل د CIA د مشرې په توګه تاید کړه


د چارشنبې په ورځ (مۍ۱۶) د سنا استخباراتي کمیټې جینا هاسپل د امریکا د استخباراتي اداری د CIA د مشرۍ لپاره تائید کړه.

جینا هاسپل د سنا د استخباراتي کمیټې د ټول ټال ١٥ رایو نه ١٠ رایې اخیستې دي. دغه کمیټې د چارشنبې په ورځ د تړلو دروازو ترشا رایې اچونه وکړه.

د دې نه وروسته چې اغلې هاسپل د سنا د استخباراتي کمیټې د غړیو لخوا د تائید راې واخیستې، اوس به سنا د هغې په اړه حتمي پریکړه کوي.

د جمهوري غوښتونکي گوند زیاتره غړي د جینا هاسپل ملاتړ کويي، پدې برسیره د دیموکرات گوند پنځه غړیو یې هم د ملاتړ اعلان کړیدی.

که جینا هاسپل د CIA مشره وټاکل شي نو هغه به د دغه ادارې په تاریخ کې لومړنۍ مشره وي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ جینا هاسپل د دغې دندې لپاره نومولي ده او اوس به سنا د هغې په اړه حتمي پریکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG