د لاس رسي وړ اتصالات

په سمندر کې وخت تیرول پر ځان باور زیاتوي


په سمندر کې سفر او د نړۍ سره د تماس پرته په یوه پروگرام کې نجونو ته پر خپل ځان باور ورښودل کیږي.

د جنوبي کارولاینا د اشلي هال ښوونځي ١٧ نجونې د رهبرۍ او په ځان د اعتماد جوړولو د پروگرام د یوې برخې په توگه یوه اونۍ په سمندر کې کشتۍ چلوي.

دغه نجونې اکثره یې هیڅ کله په کشتۍ کې یوازې ندې سپرې شوي. خو هغوی د یو پروگرام د برخې په توگه یوه اونۍ خپل راحت پریږدي او په سمندر کې د کشتۍ سره سفر کوي څو په ځان اعتماد یې پیاوړی شي.

د ننسني کرکمان په نوم یوه زده کوونکې وایي له ساحله لرې د رهبریت په دې پروگرام د رهبرۍ په اړه مهارتونه شامل دي.

د ویورلي کریمیر په نوم بله زده کوونکې بیا وایي "ښکاره خبره ده چې دا به ډیر گران سفر وي په تیره د هغو نجونو لپاره چې د کشتۍ چلولو هیڅ تجره نلري."

د دغو تنکیو نجونو په دې سفر کې دوی ته کور یادیږي او تر څنگ یې په اوبو کې د سفر له امله گنگسیت هم پیدا کیږي. خو په ځان د باور موندلو لپاره باید دا ستونزې په ځان ومني.

دغه اولس زده کوونکې د ورجیینا ایالت له نورفالک څخه خپل ټاټوبي د جنوبي کارولاینا چارلستن ته په کشتۍ کې د یوې اونۍ سفر ترسره کړل. د دې سفر په ترڅ کې دوی په بدې هوا کې په زړورتیا کشتۍ وچلول او کم خوب یې وکړ.

خو تر بل ځله پورې چې بیا دا نجونې سمندر ته ځي دوی د خپلې کورنۍ سره په خوشالۍ وخت تیروي.

XS
SM
MD
LG