د لاس رسي وړ اتصالات

د ستونزو په وړاندې د هیوادونو د مقاومت کچه


د افغانستان نوم د دې لیست په پای کې لیکل شوی.

یو نړیوال راپور ښي چې سویډن، هالند او جرمني هغه بډایه هېوادونه دي چې کولی شي د مهاجرت په څیر بحرانونو سره مقابله وکړي.

د 'گلوبل اندیکس راپور' له مخې د غربي اروپا ځینو هیوادونو، لکه سویډن، هالند او جرمني د ښه امنیت، تعلیمي پروګرامونو او اقتصادي فرصتونو له ګڼو چلنجونو سره د مبارزې زمینه برابره کړې ده.

د کي پي ایم جي کمپنۍ لخوا په لیکل شوي راپور کې د سویس نوم د لیست په سر کې راغلی دی.

راپور په ۱۳۶هېوادونو کې د طبعي پېښو، اقتصادي بحرانونو، او اقليمي بدلون په څیر د ستونزو پر وړاندې د هېوادونو مقاومت او امادګي څيړلې ده.

اروپايې ټولنه په لسو غوره هېوادنو کې ده او متحده ایالات بیا په دولسم مقام کې دي.

په آسیايي هېوادنو کې د افغانستان نوم د لیست په پاي کې لیکل شوی دی.

د کي پي ایم جي کمپنۍ رئیس تراور دیویس وایي هغه هیوادونه چې بهتره کیدو ته لیوالیتا لري هغه وده کوي.

ښاغلي دیویس رویترز خبري اژانس ته وویل "د هغو خلکو د توقع کچه ډیره لوړه وي چې ښه تعلیم یې کړای وي، ښه معلومات ولري او په تماس کې اووسئ، نو هغوی غواړي چې ډیره ونډه واخلي."

د مهاجرو په برخې کې، ملي عواید نشي کولای چې په یوه هیواد کې د تازه رسیدلو مهاجرو د ظرفیت کچه په روښانه ډول بیان کړي. د دې راپور له مخې اوسمهال هسپانیه او یونان د مهاجرو د بحران سره لاس او گریوان دي.

داسې ویل شوي چې اردن او لبنان مهاجرو ته د اسانتیاوو د برابرولو ظرفیت نلري چې د چاد لپاره هم یوه ستونزه ثابته شوې ده.

په افریقایي هیوادونو کې راوندا له خپلې وسې ډیر مسولیت اخیستی چې ډیره پاملرنه یې د خپل اقتصاد پیاوړتیا او ښې حکومتدارۍ ته وقف کړې ده او په دې لست کې له یونان ته مخ ته شوی او ۴٣ درجې کې راغلی.

راونډا په دې لیست کې له یونانه مخکې، ۴٣ ځای ترلاسه کړی
راونډا په دې لیست کې له یونانه مخکې، ۴٣ ځای ترلاسه کړی

​ښاغلی دیوس وایي چاد، سودان او جنوبي سودان د هغو پنځو هیوادونو کې شامل دي چې د ستونزو په وړاندې مقاومت نلري، د غربت په له منځه وړولو کې پاتې راغلي او خپل مخ په زیاتیدو نفوس ته کافي کار نشي پیدا کولی.

XS
SM
MD
LG