د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د عصري مریتوب د هیوادونو په سر کې دی – رپوټ


د نړیولو سازمانونو په یو تازه رپوټ کې د اسیایي هیوادونو په منځ کې شمالي کوریا، افغانستان او پاکستان د هغو هیوادونو څخه دي چې د "عصري مریتوب" په پورتنۍ سطحه کې ځای لري.

پدې گډ رپوټ کې چې څو نړیوالو سازمانونو خپور کړی، هر ورځ د نړۍ په گوټ گوټ کې د ماشونو په گډون په لسگونو میلیونه کسان د "عصري مریتوب" سره مخامخ دي.

عصري مریتوب د سیاسي، اقتصادي، فرهنگي او مذهبي نابرابریو یو افراطي ډول دی چې په پیچلې توگه په مختلفو ټولنو کې شته، په ځانگړې توگه په جنگ ځپلو او د استبدادي رژیمونو لرونکو هیوادونو کې وي.

د Global Slavery Index په دغه رپوټ کې چې په گډه د کار د نړیوال سازمان، د مهاجرت د نړیوال سازمان او د Walk Free Foundation په نامه بنسټ خوا خپور کړی، په ټوله نړۍ کې د ماشومانو او ښځو په گډون ٢۴،٩ میلیونه انسانان د "عصري مریتوب" سره مخامخ دي –په ځانگړې توگه په اسیایي او د آرام سمندر د حوزې په هیوادونو کې.

ددې جدول له مخې افغانستان د شمالي کوریا وروسته په دوهمه درجه کې راغلی دی
ددې جدول له مخې افغانستان د شمالي کوریا وروسته په دوهمه درجه کې راغلی دی

د عصري مریتوب د جدول په په رپوټ کې راغلي دي چې د اسیایي او آرام سمندر د حوزې د هیوادونو په منځ کې په وسطي توگه د هرو ١٠٠٠ تنو څخه ۴ تنه یې د اجباري کار سره مخامخ دي او په وسطي توگه له هرو ١٠٠٠ ودونو څخه دوه ودونه یې په اجباري توگه کیږي.

د رپوټ له مخې په اسیایي او د آرام سمندر د حوزې په هیوادونو کې له هرو ١٠٠٠ کسانو څخه څه دپاسه ٦ تنه یې د عصري مریتوب نه رنځیږي.

هند، چین او پاکستان د هغو هیوادونو څخه گڼل کیږي چې زیات شمیر وگړي یې یعنی د سیمې ٦٠ فیصده کسان د عصري مریتوب قربانیان دي.

XS
SM
MD
LG