د هېواد د ګلف د ملي لوبډلې دوه غړي نن د سوېلي اسيا په سياليو کې د ګډون په موخه بنګله دېش ته روان شول.
د افغانستان دالمپیک ملي کمیټه وايي چې د ګلف په ملي لوبډله کې حشمت الله سروري، نادر نادري او يو روزونکى ګډون لري.
ټاکل شوې ده د سوېلي اسيا سيالۍ د روان کال د وري په ١٠مه نېټه د ٨ هېوادونو د لوبغاړو په ګډون پيل او درې ورځې دوام وکړي.
تېر کال هم د ګلف دوه کسيزې لوبډلې په همدغه هېواد کې ګډون درلود، چې په پايله کې افغان لوبغاړو وکولاى شول د برونزو يو مډال خپل کړي.
د ګلف د فدراسيون د معلوماتو له مخې، چې دغه لوبه د ١٣٤٠ لسېزې په وروستيو کې د بهرنيو سيلانيانو لخوا هېواد ته راوړل شوې ده.