د لاس رسي وړ اتصالات

په ٢٠١٧ کې په گوگل زیات پلټل شوي شیان


د ګوګل نړیوال شرکت په ۲۰۱۷ کال کې د هغو اشخاصو، وسایلو، فلمونو او نورو موضوعګانو نوملړ خپور کړی چې خلکو ډېر پلټلي او په اړه یې معلومات غوښتي دي.

شاید ډېرو ته د حیرانۍ خبره وي، خو په ۲۰۱۷ کال کې د ګوګل ډېرو کاروونکو د امریکا د ایرما د طوفان، ایفون-۸ او ایفون-۱۰ په اړه ډېر معلومات غوښتي او پلټلي دي.

په ګوګل کې په پلټل شویو مسایلو کې د نړۍ مهم خبرونه، مشهورې هنري او ورزشي څېرې، د تکنالوژۍ محصولات، فلم او دا ډول نور ډېر شیان شامل دي.

برتانیا، شهزاده میګن، مرکل د هنرمندانو او امریکايي سندرغاړې اریانا ګرندي په ترتیب سره د لست په سر کې دي او نورو په پرتله د دوې په اړه په ګوګل کې ډېرې پلټنې شوي دي.

خو جالبه خبره دا ده چې د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ چې تل خبرسازه څېره بلل کیږي، آن د ګوګل د ډېرو پلټل شویو لسو غوره اشخاصو په لست کې هم شامل نه دی.

ګوګل په ترتیب سره هېوادونه او په کې پلټل شوي مسایل خپاره کړي دي، خو افغانستان په کې نشته او دلیل یې هم معلوم نه دی.

په پاکستان کې د ګوګل ډېرو کاروونکو د کرکټ د نړیوالې شورا د ۲۰۱۷ کال د اتلولۍ د سیالیو، د ازادې غیږ نیونې، د دوو هندي فلمونو دانګال او رئیس او د ښځینه ملګرو – ګرل فرینډز- د موندلو لپاره ډېرې پلټنې کړي دي.

همدغه راز پاکستان کې موډله فبیحه شیرازي هغه کس ښودل شوې چې د نورو په پرتله یې په اړه زیاتې پلټنې شوي دي.

XS
SM
MD
LG