د لاس رسي وړ اتصالات

ګرباچوف وايي روسیه مه منزوي کوئ


میخایل ګرباچوف د پخواني شوروي اتحاد وروستی جمهور رئیس او د کمونیست ګوند مشر و.
میخایل ګرباچوف د پخواني شوروي اتحاد وروستی جمهور رئیس او د کمونیست ګوند مشر و.

ګرباچوف د پنجشنبې په ورځ د روسکیا ګزیت په دولتي ورځپانې کې په یو مضمون کې لیکلي چې لویدیځ هیوادونه باید روسیه منزوي نه کړي او پر دې هیواد لګول شوي بندیزونه دې لیري کړي.

پنځه اتیا کلن ګرباچوف ویلي دي چې روسیه په نړیوالو اړیکو کې «ډیر مهم او مثبت» نقش لوبوي او دا به و نه مني چې د دوهمې درجې نقش ورکړل شي.

ګرباچوف لیکلي چې «دا د غربي هیوادونو لپاره ډیره مهمه ده چې د روسیې د منزوي کولو هڅې پریږدي. دا [هڅې] هیڅ کله هم موثره نه وي.»

ګرباچوف ویلي دي چې بندیزونه باید چې لیري کړل شي او د بندیزونو د نه لیري کیدو په صورت کې به د اعتماد د رامنځ ته کیدو لپاره چانس نه وي او خبرې به و نه شي.

د روسیې او غربي هیوادونو ترمنځ اړیکې د ۲۰۱۴ کال راهیسې خرابې دي. اړیکې په دې خرابې شولې چې روسیې د کریمیا ټاپووزمه د خپلې خاورې سره یو څای کړه. په روسیې باندې دا تور هم دی چې د اوکراین په ختیځ کې مداخله کوي.

ګرباچوف په خپل مضمون کې د سوریې په جګړې کې د روسیې او امریکا همکارۍ ته اشاره کړې ده او ویلي یې دي چې دغه کیدای شي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ تشنج په ختمولو کې مرسته وکړي.

ګرباچوف لیکلي دي چې «که چیري دغه [همکاري] دغسې دوام وکړي، موږ به یې نورو ساحو ته هم وغځو.» خو هغه دا خبره هم ذکر کړې ده چې د روابطو عادي کولو به یوه اوږده او پیچلي پروسه وي.

XS
SM
MD
LG