د لاس رسي وړ اتصالات

د والیانو ټولنه د افغان ستونزې د حل لپاره لویه جرګه غواړي


د افغانستان د والیانو په ټولنه کې یو شمیر اوسني او پخواني والیان شامل دي چې مشري یې د عبدالجبار تقوا په غاړه ده
د افغانستان د والیانو په ټولنه کې یو شمیر اوسني او پخواني والیان شامل دي چې مشري یې د عبدالجبار تقوا په غاړه ده

د افغانستان د والیانو ټولنه، چې اکثره غړي یې د حامد کرزي د واکمنۍ په مهال د یو شمیر ولایتونو پخواني والیان دي، د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په یو خبري کنفرانس کې د افغانستان وضعیت د اندیښنې وړ وباله.

د ټولنې استازو وویل چې هغوی د افغان حکومت او په قطر کې د طالبانو د سیاسي استازو سره خبرې کړي او دا ورته څرګنده شوې چې یوه خوا هم د روانې لانجې د حل په برخه کې د یو محور په توګه نه شي را څرګندیدلی.

د کابل پخوانی والي عبدالجبار تقوا چې د دغې ټولنې مشري کوي خبریالانو ته وویل، افغانستان د ډیر ستونزو سره مخ دی چې باید ددغه هیواد مخور مشران د دغو ستونزو د هوارولو لپاره یو بل ته سره لاسونه ورکړي.

ښاغلي تقوا وویل "سوله زمونږ د خلکو یوه مهمه اړتیا ده، له بده مرغه د سولې خبرې له تېرو څو کلونو، نه یوازې د صداقت د نه شتون او امتیاز اخیستلو له امله پایلې نه لرلې، بلکې د دغو خبرو تر سیوري لاندې په ډېرې چټکۍ سره ناڅاپي او له کنترول بهر کړکیچونه رامخې ته شوي، چې پایله یې زمونږ د ملت په حق کې جفا ده."

د والیانو ټولنې استازو د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو د ځنډ، د حکومت د مشرانو ترمنځ د سیاسي موافقې له مخې د اساسي قانون د تعدیل لپاره د لویې جرګې نه جوړیدل، د نا امنیو زیاتېدل او د افغانانو د اقتصادي ستونزو زیاتیدل د هغو مسلو په توګه یاد کړل، چې په خبره یې افغان حکومت یې په هواري کې پاتې راغلی دی.

لویې جرګه

د والیانو د ټولنې مشر وویل، دا چې دوی دا ګڼي چې د افغانستان روان کړکیچ په پوځي لاره حل نه لري، نو د ستونزې د حل لپاره دې لویه جرګه جوړه شي.

د افغانستان د والیانو د ټولنې چارواکو د نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د امریکا له متحده ایالانو هم وغوښتل چې د والیانود ټولنې څخه د یو داسې ملي محور په توګه ملاتړ وکړي، چې د دغې ټولنې د چارواکو پر وینا د افغان حکومت، طالبانو، اسلامي حزب او نورو ملي شخصیتونو ابرومندانه ګډون تضمینولی شي.

همداشان دغې ټولنې چارواکو وویل، د ملګروملتونو د امنیت شورا څخه هم وغوښتل چې د لویې جرګې په جوړولو کې دې افغانانو سره مرسته وکړي.

د ملي یووالي حکومت دریځ

که څه هم افغان حکومت د افغانستان د والیانو د ټولنې دغه وړاندیز ته لا ځواب نه دی ویلي، خو دمخه د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پرته له دې چې د کوم چا نوم واخلي له سیاسي مشرانو څخه د دغسې غوښتنو د وړاندې کولو پر وخت د افغانستان ملي ګټو ته د پاملرنې غوښتنه کړې وه.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایي چې د ملي یووالي حکومت د افغانستان د خلکو د رایو او د افغانستان د خلکو او ددغه هیواد د سیاسي مشرانو چې په ټاکنو کې کې یې برخه لرله د تعهد په نتیجه کې جوړ شوی دی.

اجرائیه رئیس وویل " کله چې اوازونه اورو چې مخکې له وخته ټاکنې، مختلفې مسلې، د یوې بڼې څخه بلې بڼې ته د حالاتو بدلون، هغوی چې په دې برخه کې ځانونه د دې هیواد ژغورونکي ګڼي، پریږدو یې هرڅوک د نظر حق لري، خو یوې مسلې ته باید تل زمونږ پام وي چې د هیواد مصلحت، د هیواد سلامتیا، زمونږ ملي ګټې او د هیواد لوړې ګټې هیڅ وخت له یاده و نه غورځول شي."

د افغانستان د والیانو د ټولنې وړاندې د ډاکټر انوارلحق احدي په مشرۍ نوې ملي جبهې د ورته ستونزو په هوارولو کې د افغان حکومت د پاتې راتللو له امله مخکې له وخته د ټاکنو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG