د لاس رسي وړ اتصالات

د چپیانو د بریالیتوب سره به یونان د ایرو زون نه وایستل شي


په یونان کې د انتخاباتو دپاره د رای مرکزونه پرانیستل شوي دي. دغه انتخابات به د ایرو په زون کې ددې پور ځپلي هېواد راتونکې معلومه کړي.

په انتخاباتو کې مهمو کاندیدانو د نوې ډیموکراسۍ د ګوند څخه محافظه کارانو او د چپ لاسی ګوند غړو ژمنه کړې ده چې یو داسي حکومت به تشکیلوي چې د اروپايي اتحاد او نړیوال وجهي صندوق له خوا د ټاکل شوي مالي مقراراتو په هکله دویم ځلي چنې ووهي. دغو دواړو سازمانونو یونان ته د قرضې ورکولو په بدل کې پر دغه هېواد باندي یو لړ شرایط ایښي دي.

د نوې ډیموکراسۍ د ګوند مشر انتونیس سمارس د چپي ګوند د مشر الیکسیز تیسپاریس پر پالیسوو باندي نېوکه کړې ده چې دغه پالیسۍ به د دوي هېواد د اوسني حالت نه هم پسي خراب حالت ته یوسي.

د سریزه په نامه د چپي ګوند مشر غواړي چې د اروپايي اتحاد وضع شوي شرایط لغوه کړي. د چارو کارپوهان وايي چې که چیري د نن ورځې انتخابات چپیان وګټي نو یونان به دې ته مجبور کړل شي چې د اروپايي اتحاد د مشترکې سیکې نه ووځي. که داسي وسوه نه یونان مجبوره دی چې خپله دوه نیم زره کاله مخکي سیکه چې درچمه نومېږي بیرته راژوندۍ کړي. د چارو کارپوهان وايي چې دغه پخوانۍ سیکه به د ایرو په مقابل کې ۶۵ په سلو کې خپله بیه له لاسه ورکړي.

د تیرې میاشتې د انتخاباتو وروسته درو سرو هغو ګوندونو ته چې د نورو په پرتله یې ډیرې رایې ګټلي وې د دې موقع ورکړل شوه چې یو ایتلافي حکومت جوړ کړي خو دوي د دې کار په کولو کې پاته راغلل او په لړ کې یې د نن ورځې دویم ځلي انتخابات پرانیستل شول.

XS
SM
MD
LG