د اروپایي ټولنې مشران نن ماښام په بروکسل کې عاجله غونډه کوي چې د یونان په کړکیچ خبرې وکړي. د خلکو سره داسې ویره پیدا شویده چه که چیرته د یونان سره اقتصادي مرستې ونشي نو دغه هیواد په مالي لحاظ سقوط وکړي او هم به د هغو نولسو هیوادونو نه ووځي چې پولي واحد یې یورو دی. حتی ددې ویره هم شته چې دغه هیواد به د اروپايي ټولنې نه هم وایستل شي.
د جرمني صدراعظمې انګلا مرکل ویلي چې " د یونان د ژغورنې لپاره تر اوسه د تازه خبرو لپاره شرایط ندي برابر شوي. خو اوس ټول په ښاغلي سیپراس پورې اړه لري چې هغه د دې بحران د حل لپاره څه پروګرام لري."
د یونان حکومت پرون د دوشنبې په ورځ ونشو کړای چې د نړیوالو پور ورکونکو سره موافقې ته ورسیږي، خو د دې هیواد صدارعظم الیکسیس سیپراس به نن د اروپایي ټولنې د مشرانو په غونډې نوي وړاندیزونه وکړي.
اروپایي ټولنه او نورې پور ورکوونکې ادارې د یونان نه د ځینو اصلاحاتو غوښتنه کوي خو د یونان حکومت او ولس وایي چې هغوي دغو اصلاحاتو ته تیار ندي.
د تیرې یکشنبې په ورځ د یونان ولس د اروپايي ټولنې او نورو پور ورکوونکو هیوادونو د اصلاحاتو د مسلې په اړه عمومي رایه ګیري وکړه او د اصلاحاتو راوستل یې رد کړل. د همدې مسلې نه یوه ورځ وروسته، د یونان صدراعظم الیکسیس سیپراس د جرمني د صدراعظمې انګلا مرکل سره ټیلیفوني خبرې وکړلې.
میرمن مرکل د اروپايي ټولنې په استازیتوب د یونان د حکومت نه د سختو اقتصادي اصلاحاتو غوښتنه کوي. پور ورکوونکو یونان ته ویلي دي چې یوازې په هغه صورت کې به ورته نور پور ورکړي چې پخپلو مالي چارو کې اصلاحات راولې.
د برتانیې د مالیې وزیر جورج آسبورن د پارلمان غړیو ته وویل چې هغه د یونان د وضعیت په هکله چندانې خوشبین ندی " له بده مرغه چې په بهتره توګه د روان کړکیچ د حل کولو فرصتونه ورو ورو د لاسه اوځي. ما پدې تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د صدراعظم او د ګڼ شمیر هیوادونو د مالیې د وزیرانو سره خبرې وکړلې. څو د قیقې وړاندې مې د پیسو د نړیوال وجهې صندوق (آی ایم ایف) د مشرې او د یورو د ډلې د مشر سره هم خبرې وکړلې. مونږ د ټولو ډلو نه په ټینګه غواړو چې د روان کړکیچ د حل په برخې کې دې پوره هلې ځلې وکړي. "
د اروپایي هیوادونو مشرانو ویلي دي چې هغوي د یونان سره مذاکراتو ته تیار دي خو وایي په اقتصادي او مالي چارو کې د اصلاحاتو پر سر د یو شپیتو په سلو کې مخالفو رایو نه داسې معلومیږي چې یونان د پور اخیستلو په برخې کې پخپل دریځ ټینګ ولاړ دی.
د فرانسې د مالیې وزیر میچل ساپن په پولینډ کې په خبري کنفرانس کې وویل " دا حقیقت دی چې اوس مهال په اروپا کې حالات ډیر نازک دي، خو خبره داسې ده چې که چیرته ستونزې په یوه هیواد کې وي په اصل کې دا زمونږ ټولو لپاره ستونزه ده. زه د یونان په باره کې فکر کوم. مونږ ته پکار ده چې د دې ستونزې د حل لپاره په ګډه کار وکړو. تر ټولو ښه اقدام به دا وي چې مونږ خپله اتحادیه نوره هم قوي کړو، همکاری زیاته کړو او د یورو زون قوي کړو. مونږ باید دا کار پدې خاطر ونکړو چې اوس د ستونزو سره مخ یو، مونږ هر وخت داسې ستونزې درلودې او حل کړې مو دي. "
بل پلو جرمنی او فرانسې چې د اروپایی ټولنې تر ټولو قوي غړي هیوادونه دي، یونان ته یې ویلي دي چې هغوي لا هم خبرو ته تیار دي او زیاتوي چې راتلونکی اقدام د یونان پورې اړه لري.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولاند او د جرمني صدراعظمې انګلا مرکل یونان ته ویلي دي چې وخت په تیریدو دی. دغو دواړو مشرانو د یونان د حکومت نه غوښتي دي چې په نننۍ اضطراري غونډې کې دي د جدي پلان سره برخه واخلي.