د لاس رسي وړ اتصالات

یونان د مهاجرو کمپ تړي


په ایډومیني کمپ کې شاوخوا ٨٠٠٠ زره مهاجر اوسیږي.
په ایډومیني کمپ کې شاوخوا ٨٠٠٠ زره مهاجر اوسیږي.

د یونان حکومت د دوشنبې په ورځ وویل چې په راتلونکو څو ورځو کې د مقدونیا سره په پوله د ایډومیني له کمپ څخه د زرگونو مهاجرو او پناه غوښتونکو ایستل پیل کوي.

د مهاجرو په چارو کې د یونان د حکومت یو ویاند گیوگوز کریتسیس ویلي چې "د مهاجرو د ایستلو پروسه به سبا او یا بل سبا پیل شي او په یوه اونۍ او یا لسگو ورځو کې به بشپړه شي".

په دغه کمپ کې بشري حالت خورا خراب دی
په دغه کمپ کې بشري حالت خورا خراب دی

په ایډومیني کې شاوخوا ٨٠٠٠ زره مهاجر اوسیږي. کریتسیس وایي له ایډومیني څخه به ټول مهاجر وایستل شي او له دې ځای څخه یواځې " قاچاقبران د خپلو گټو لپاره کار اخلي".

د یونان ایډومیني ښار ته نژدې مهاجرو د فبرورۍ په میاشت په دغه گډوډ کمپ وروسته له هغې کوډلې او خیمې جوړې کړې چې د بالکان هیوادونو د یونان سره خپله پوله وتړله.

د یونان او مقدونیا په پوله د ایډومیني کمپ یوه څنډه
د یونان او مقدونیا په پوله د ایډومیني کمپ یوه څنډه

د رویترز اژانس وایي اکثر دغه مهاجر چې جرمني او د شمالي اروپا نورو هیوادونو ته تلل، د جگړو ځپلو هیوادونو سوریې، عراق او افغانستان اوسیدونکي دي. دوی سره له دې چې په بدو شرایطو کې ژوند کوي، د یونان د حکومت غوښتنه ردوي چې دوی په هغه هیواد کې منظمو کمپونو ته ولیږدوي.

د یونان پولیس وایي چې د مهاجرو د تدریجي لیږدونې لپاره به پولیس ایډومیني ته واستول شي او شاوخوا ٢٠٠٠ کسان چې د اورگاډي لاره یې بنده کړې هغوی به لومړی له دې ځایه وایستل شي.

په ایډومیني کې مهاجرو د اورگاډو ډبۍ اشغال کړي دي
په ایډومیني کې مهاجرو د اورگاډو ډبۍ اشغال کړي دي

د اروگاډي ټرکونه د یوې میاشتې راهیسې مهاجرو نیوًلي دي او چارواکي اړ شوي چې اورگاډي د ختیځ په لور د بلغاریا له لارې حرکت وکړي.

د یونان د حکومت ویاند وایي د اورگاډي لار به پرانستل شي چې تگ راتگ عادي شي، خو د ایډومیني د بد حالت څخه د مهاجرو ایستل د دوی په خپله گټه دي چې دغه خلک یو مناسب ځای ته انتقال شي.

رپوټ: د رویترز اژانس

ژباړه: عارف عثمانزوی

XS
SM
MD
LG