د لاس رسي وړ اتصالات

په یونان کې له پنځه ټنو زیات امفتامین گولۍ ونیول شوې


یوناني مقاماتو ویلي چې د قاچاقي مخدره توکیو یو ستر بار یې نیولی چې وزن یې څه دپاسه پنځه ټنو ته رسیږي.

د یونان د مالي جرمونو ادارې ویلي چې په دغه محموله کې د امفتامین ٣٣ میلیونه گولۍ (تابلیټونه) ځای پر ځای شوې وې چې مجموعي ارزښت یې ۶۶۰ میلیون ډالرو ته رسیږي.

یوناني مقاماتو ویلي دا تر ټولو زیات غیر قانوني مخدره توکي دي چې تر اوسه په نړۍ کې کشفیږي.

دغه مواد په هغو کښتیو کې ځای پرځای شوي وو چې له سوریې نه حرکت کړی وو، خو یوناني مقاماتو ویلي چې هغوی ددې کښتیو د وروستي هدف په اړه چې ښایي چین به وي، پلټنې کوي.

مقاماتو همداشان ددغو قاچاقي موادو د قاچاقبرانو د پیژندنې او نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

د امفتامین گولۍ په عربي بازارونو کې تود بازار لري. همدا اوس د رپوټونو له مخې سوریه ددغو گولیو تر ټولو ستر مصرفونکی او صادرونکی هیواد گڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG