د لاس رسي وړ اتصالات

ګروسمن: د حقاني شبکه زموږ مهمه اندېښنه ده


Опера на все времена
Опера на все времена

له نن شپږ میاشتې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن په نیویارک کې د اسیا ټولنې ته د پالیسۍ په اړه یوه عمده وینا وکړه او په افغانستان کې د امریکا د هڅو د یو نوي پړاو په اړه یې څرګندونې وکړې.
پرون د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا لوړپوړي ځانګړي استازي مارک ګروسمن په یوه ځانګړې مرکه کې د امریکا غږ اشنا تلویزیون د خبریالې لینا روزبه سره په افغانستان او سیمه کې د امریکا د روانو او راتلوونکو هڅو په اړه خبرې کړي دي.

پوښتنه:

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې د حقاني د شبکې قوماندان سنګین ځدران نوم د ترهګرو لست ته ور اضافه کړی دی، او هم دا ډول پکتیکا د ډیرو جګړو شاهده هم ده. همداځایی د حقاني د ډلې مرکز یادیږي .نو ایا امریکا په دې شبکې خپل فشار زیات کړئ که څنګه؟

ځواب:

زما په فکر لکه د بهرنیو چارو وزیرې میرمن هیلري کلنټن او د دفاع وزیر لیون پنیتا چې ویلي دي د حقاني شبکه لا هم زمونږ لپاره د یوې ریښتینې اندیښنې او ستونزې په توګه ده او مونږ پدې اړه د پاکستان سره هم خبرې کړیدي. کله چې میرمن کلنټن وایي د تروریستانو د پټیدو د خوندي مرکزونو په له منځه وړلو کې د پاکستان همکاري اړینه ده نو زمونږ هدف د حقاني شبکه وي. بله خبره د تروریستانو په لیست کې د ځینو کسانو ورګډول دي چې مونږ یې وخت نا وخته کوو. کله چې مونږ پدې پوه شوه چې د دا شان ډلې کوم غړی د تروریزم سره تړاو لري نو امریکا یې نوم د تروریستانو په لیست کې ورګډوي. زما په فکر دا زمونږ حق او مسؤلیت دی چې داسې کسان د ترویستانو په لیست کې شامل کړو لکه د بهرنیو چارو وزیرې میرمن هیلري کلنټن چې وکړ.

پوښتنه:

داسې رپوټونه شته چې په لاهور کی د امریکایي کارپوه وارن وینسټن په تښتونه کې ډیر ماهر کسان لاس لري او د امریکا فیډرالي استخباراتي اداره ایف بي ای له پاکستاني چارواکو سره په ګډه د هغه لټون پیل کړیدی. په دې اړه څه ویلای شۍ؟

ځواب:

لومړۍ خو مونږ د ښاغلي وایسنټن او د هغه د کورنۍ سره خپله خواخوږي څرګندوو ( د بهرنیو چارو وزارت مونږ ته ویلي دي چې دهغه د رغتیا او عمر په اړه به څه نه وایو). زه فکر کوم د داسې یو تن تښتول زیاته بې انصافي او بې عدالتي ده. تر دې دمه د هغه د تښتولو مسؤلیت هم کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی او ښایي هغوي پدې وشرمیږي چې دا خبره وکړي. زه پدې باندې نه پوهیږم چې د هغه تښتول څه ډول شویدي خو دا درته ویلی شم چې د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادراه (FBI) په پاکستان او دلته په واشنګټن کې دا مسؤلیت لري چې د هغه په تحقیقاتو کې مرسته وکړي. د پاکستان چارواکو په ځانګړي ډول د پنجاب په ایالت کې چارواکو پدې اړه زمونږ سره زیاته همکاري کړیده.

پوښتنه:

په وروستیو کې چې په افغانستان کې د امنیت چارې افغان دولت ته سپارل پیل شوې دي، نو ورسره ډیر مهم کسان وژل شوي او دولتي چارواکي په نښه شویدی. نو ستاسو په نظر دا پیښې به د امنیت او حکومت دارۍ په لړ کې ترلاسه شوې ګټې د ګواښ سره مخ نه کړي. ؟

ځواب:

زه فکر نکوم چې داسې به وشي، زه هیله لرم چې د دغو کسانو د وژل کیدو له وجې بهه افغان ولس ته د یاغیانو اصلي موخه او څیره ښکاره شي. دا هغه کسان دي چې د اتې کلنۍ نجلۍ نه د ځانمرګي برید کوونکي په توګه کار اخلي، د جنازې مراسمو ته داسې ځانمرګي برید کوونکي استوي چې چاودیدونکي مواد پخپلو پګړیو کې ځای پر ځای کوي. داسې وخت به راشي چې افغان ولس به پدې پوه شي چې پدې کارونو سره یاغیان هغوي ته خپلې اصلې څیرې ورښیي. مونږ غواړو چې د روغې جوړې د خبرو مشري دې پخپله د افغانانو په لاس کې وي او دا هم غواړو چې د امنیت ساتنې مسؤلیت دې افغانانو ته وسپارل شي. دا ټول هغه څه دي چې مونږ یې غواړو. خو په عین حال کې مونږ وینو چې ځانمرګي بریدونه کیږي، په ښوونځیو او روغتونونو باندې بریدونه کیږي چې په هڅ یوه هیواد کې پکار ده چې ونشي.

زه فکر کوم چې د دا شان اعمالو له وجې به د افغانستان امنیتي قواوو ته د امنیتي چارو د مسؤلیت د سپارلو په اړه د افغان ولس تر منځ یو څه اندیښنه پیدا کړي خو بیا به هم دا پروسه ونه ځنډیږدي. مونږ پدې عقیده یو چې افغانستان ته د اضافي امریکایي عسکرو استول ګټه درلوده او پدې خاطر چې په پوځي لحاظ طالبانو ته زیات تاوان رسیدلی دی هغوي اوس د ځینو مشهور کسانو د وژلو تاکتیک ته مخه کړیده.

پوښتنه:

تاسو څه فکر کوئ چې امریکا د بون د راتلونکې دویمې غونډې نه، له پاکستان اوهند سره یوځای کومې خاصې هیلې لري او که نه؟ او بل دا چې تاسو د بون په غونډه کې د طالبانو د ګډون سره موافق یاست که نه ؟

ځواب:

د بن غونډه پخپله زیاته مهمه ده خو د هغې نه وړاندې یوه بله مهمه نړیواله غونډه هم شته چې د ترکې د استانبول په ښار کې د روان میلادي کال د نومبر په میاشت کې دایریږي چې کوربه یې د ترکې حکومت دی. نو که چیرته د بن او استانبول غونډو ته په ګډه وکتل شي دا به څرګنده شي چې د دغو غونډو له برکته به د سیمې لپاره ډیر څه په لاس راشي. د استانبول په غونډې کې د افغانستان ګاونډي هیوادونه او هغه چې افغانستان ته نږدې پراته دي، سره راټولیږي او د افغانستان سره خپل ملاتړ څرګندوي او په داسې مواردو به بحث کوي چې د افغانستان د ولس په ګټه وي. د بیلګې په توګه په افغانستان کې مداخله نه کول، د افغانستان د ملي حاکمیت د ساتلو او د افغانستان د بریالي کیدو په هڅو کې مرسته کول او په یوې خوندي او آرامې سیمې کې د یوه آرام او مصؤن افغانستان په رامنځته کیدو باندې به خبرې وشي. زما په نظر دا به یوه ډیره ښه نتیجه وي چې د استانبول د غونډې نه به په لاس راشي او امریکا به د دغو نتایجو په تر لاسه کولو کې د افغانستان او ترکې سره تر وروستي بریده ملاتړ او همکاري کوي.

د استانبول د غونډې نه یوه میاشت وروسته، په جرمني کې د بن غونډه کیږي چې مشري به یې افغانستان حکومت کوي او دا هم یوه مهمه غونډه ده. د بن په غونډې کې به لومړی د هغو ډاډګیرنو د اعلان هرکلی وشي چې د استانبول په غونډې کې د افغانستان سره شویدي. بله دا چې " د وریښمو د نوې لارې" د مفکورې په اړه به هم رڼا واچول شي چې له مخې به یې د سیمې هیوادونه په اقتصادي لحاظ سره وتړل شي ، خلکو ته به کارونه پیدا شي او په سیمه کې به هم اقتصادي پرمختګ رامنځته شي.

دا چې څوک به د بن په غونډې کې ګډون کوي، پدې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي زلمي رسول په ډاګه ویلي دي چې دا پریکړه به هغوي کوي چې د هغوي په هئیت کې به څوک شامل وي او زه هم دا وایم چې دا د هغوي پورې اړه لري.

د بن او استانبول د غونډو یوه بله مهمه برخه لومړی د دغو دواړو غونډو تر منځ اړیکې او پاکستان دی او دویم بیا د پاکستان او هند تر منځ اړیکې دي.

مونږ هیله لرو چې په دواړو غونډو کې به پاکستان د افغانستان د پخلاینې د پروسې ملاتړ وکړي. پدې تیرو څو میاشتو کې یوه ډیره مهمه خبره دا ده چې د پاکستان حکومت په افغانستان کې د پخلاینې د خبرو سره ملاتړ ښودلی دی. که ستاسو په یاد وي کله چې د پاکستان حکومتي چارواکي د روان میلادي کال د اپریل د میاشتې په ۱۶مې نیټې کابل ته تللی ؤ نو د طالبانو او افغانستان د حکومت تر منځ د خبرو ملاتړ یې کړی ؤ او دا وړاندیز یې کړی ؤ چې د افغانستان، پاکستان او امریکا یو ګډ ګروپ دې جوړ شي چې د پخلاینې په خبرو باندې بحث وکړي. مونږ تر اوسه پدې لړ کې څلور ځله غونډې کړیدي او هیله لرم چې پدې راتلونکو څو میاشتو کې به د پنځم ځل لپاره په نیویارک کې سره جرګه شو. نو هیله لرم چې د بن او استانبلو په غونډو کې به پاکستان د افغانستان په مشرۍ او د افغانانو په لاس د پخلاینې د خبرو ملاتړ ته همداسې ادامه ورکړي.

پوښتنه:

میرمن کلنټن وړمه ورځ دا هم ویلي دي چې باید په افغانستان کی په کال ٢٠١۴ کی جمهوررئیس کرزی د ځای ناستي لپاره یو جامع او فعاله سیاسي پروسه پیل کړي. دا پروسه باید څه ډول و اوسي او کله باید پیل شی ؟

ځواب:

د دې پوښتنې ځواب باید چې پخپله افغانان ورکړي. زما په فکر ولسمشر حامد کرزي څو ورځې د مخه په یوې بیانیې کې ویلي ؤ هغه فکر نکوي چې دا به سمه وي چې ۲۰۱۴میلادي کال نه وروسته به هم هغه د ولسمشر په توګه پاتې شي. دهغه دا خبر د اساسي قانون یوه برخه ده چې مونږ یې هم د قدر وړ بولو. دا چې د ولسمشرۍ لپاره د انتخاباتو مبارزه کله باید چې پیل شي بیا هم پخپله د افغانانو کار دی. مبارزه پکار ده چې شفافه او دیموکراتیکه وي او دا د امریکا پورې نه بلکه پخپله په افغانانو پورې اړه لري چې څوک د هیواد ولسمشر ټاکي.

پوښتنه:

دا څو میاشتی کیږي چې په افغانستان کی د کال ٢٠١٠ د پارلیماني انتخاباتو په لړکې شوو درغلیو او د انتخاباتو د خپلواک کمیسون په اختیارباندې ناندارۍ روانې دي. امریکا د دې حساسې مسلې حل څه ډول لیدل غواړي ؟

ځواب:

مونږ غواړو چې دا ستونزه دې هم پخپله د افغانانو لخوا په افغاني شکل حل شي. ولسمشر حامد کرزي څو ورځې وړاندې بیا هم په یوې بیانیې کې ویلي ؤ چې دا د انتخاباتو د خپلواک کمیسون کار دی او پکار ده چې هغوي پدې اړه پریکړه وکړي چې زمونږ په نظر دا د ستونزې د حل لپاره یو مهم ګام دی. خو بیا هم وایم چې د افغانستان د پارلمان موضوع پخپله د افغانانو په لاس کې ده. مونږ د دیموکراسۍ، ادارې جوړونې او شفافیت د اصولو طرفداره یو او دا چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون ته واک او اختیار ورکړ شویدی، دا یو ښه کار دی.

پوښتنه:

که راتلونکي وخت ته وګورو نو څه وایی چې د افغانستان اوامریکا ترمنځ د ستراتیژیکې ملګرتیا په لړ کې څومره پرمختګ شوی دی او د هغه وخت لپاره څه ضمانت شته چې یاغیان یې انتظار کوي او په دې طمعه ناست دي چې کله به امریکایان د افغانستان نه ووځي. ؟

ځواب:

دا یوه ښه پوښتنه ده، مونږ به ډیر ژر د ستراتیژیکې ملګرتیا په اړه چې کوم اسناد دي، بشپړ کړو. مونږ دوه ځلې پده اړه خبرې کړیدي او په خبرو کې زمونږ ښکیلو کسان وایي چې ۸۵ په سلو کې کار بشپړ شویدی. زه هیله لرم چې په لوړه کچه مشران به په نږدې راتلونکې کې د افغانستان د چارواکو سره پدې اړه خبرې وکړي او وروستي مسایل به هم حل و فصل کاندو. د ستراتیژیکې ملګرتیا په اسنادو کې به د ۲۰۱۴میلادي کال نه وروسته د افغانستان او امریکا تر منځ اړیکې واضح شي. دا نه یوازې یاغیانو بلکه پخپله افغان ولس، د افغانستان ګاونډیو او هغو هیوادونو ته چې د افغانستان سره نږدې پراته دي، دا ور په ګوته کوي چې مونږ د ۱۹۸۹او ۱۹۹۰کالونو نه د عبرت درس زده کړیدی او هغه دا ده چې مونږ به د دې سیمې نه پښې سپکې نه کړو. د ستراتیژیکې ملګرتیا په اسنادو کې به د سیاسي او اجتماعي راتلونکې په اړه خبرې کیږي.

ځیني مشخص شیان شته چې د ستراتیژیکې ملګرتیا په تړون کې به نه وي، د بیلګې په توګه دا چې امریکا په افغانستان کې دایمي اډې نه غواړي او زما په فکر دا د افغانستان ولس، د افغانستان ګاونډیو او نږدې پرتو هیوادونو لپاره یوه مهمه خبره ده.

او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې مونږ نه غواړو چې افغان ولس دې دا فکر وکړي چې د ۲۰۱۴ میلادي کال نه به وروسته هر څوک پخپله لاره ولاړ شي . په همدې خاطر مونږ د ستراتیژیکې ملګرتیا په اسنادو باندې کار کوو او هیله لرم چې د دغه اسناد د بشپړیدو لپاره به یوه چټکه او د منلو وړ لاره چاره پیدا کړو.

XS
SM
MD
LG