د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د امرېکا خاص استازی، مارک گراسمن سفر اسلام اباد ته ځنډولی دی.


پاکستان د امرېکا خاص استازی، مارک گراسمن سفر اسلام اباد ته ځنډولی دی.
پاکستان د امرېکا خاص استازی، مارک گراسمن سفر اسلام اباد ته ځنډولی دی.

پاکستان دامرېکا د خاص استازی مارک گراسمن سفر اسلام اباد ته ترهغه وخت پورې ځنډولی دی چې د پاکستان اوامرېکا پراړېکو باندی غور وکړی.

دخبری رسېنو رپوټونه د پاکستان د ېوه نامعلوم چارواکی له قوله د سه شنبی په ورځ ووېل چې ادممکنه نه وه چې گراسمن په خپل دې سفر کې اسلام اباد ته راشی . دامرېکا د بهرنېو چارو نطاق مار ک ټونر دهغه د سفر ځنډول تصدېق کړل.

رپوټ وايی چې افغانستان او پاکستان ته د امرېکا خاص استازی مارک گراسمن دېوه هېئت په مشرتابه باندی په دې اونی کې افغانستان ته سفر کوی . ددې سفر مقصد دادی چې د افغانستان د جمهوررئېس حامدکرزی له خوانه له طالبانو سره د د سولی د پېلېزو خبرو شروع کېدل منظور کړی.

پاکستان ویلي چې په دې بحراني ورځو کې سیمې ته د متحده ایالتونو د ځانګړي استازي مارک ګروسمن سفر ته په پاکستان کې خلک خوشبین نه دي.

یوه جګپوړي پاکستاني چارواکي درویټرز خبري اژانس ته ویلي، که چېرې ځانګړی استازی اوس اسلام اباد ته ولاړ شي، ښايي د پاکستان او اسلام اباد نسبتاً ترینګلي اړیکي لاپسې خرابی شي.

پاکستان ویلي، تر هغه یې سیمې ته د امریکا د ځانګړي استازي سفر ځنډولی، چې د پارلمان له خوا د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو باندی بیا کتنه نه وي بشپړه شوې.

خبریالان وايي، د ځانګړي استازي د سفر ځنډول د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د لا ترینګلتیا یوه نښه ده.

تېره اوونۍ په امریکا کې رپوټونو و ویل چې ښاغلی گراسمن له وسله والو طالبانو سره د پټو خبرو لپاره ګمارل شوی دی.

په ۲۰۱۱ کال کې د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکي تر بل هر وخت ډېرې زېاتی ترینګلي شولی.

د 2011 م کال په اولو کې د پاکستان چارواکېو د امرېکا د مرکزی ا ستخباراتو ېوقراردادي په لاهور کې په دې ونېو چې دوه پاکستانېان ېې دېوې ادعا له مخی په دې ووژل چې کوشش کاوه دی لوټ کاندی.

له بل پلوه د تېرکال د می په مېاشت کې دامرېکا خاصو قواو دالقاعده مشر ا سامه بن لادن په پټو ناڅاپې عملېاتو کې وواژه. دغه عملېات د پاکستان د پاېتخت اسلام اباد سره نېژدی عسکر ښارگوټی اېبټ اباد ته نېژدی وشول. پاکستان په دې ډېر سخت په غوسه و چې، ددې چپاوي عملېاتو خبر دوی ته مخکی ترمخکی نه و، ورکړل شوی. دامرېکا دکانگرېس استاځېو گواښ وکړ چې، د بن لادن د پېداکېدلو نه وروسته د امرېکا مرستی پاکستان ته په همدې سبب وځنډوی .

همدارنگه د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکي تېره میاشت، په پاکستان کې د ناټو د بمبارۍ له امله چې د پاکستان ۲۴ ملېشه عسکر پکې ووژل شول دخړپړ والی وروستی حد ته ورسېدلی.

پاکستان په تېر دسمبر کې وویل چې د امریکا له متحده ایالتونو او ناټو سره د اړیکو په بیاکتنې غور کوي.

رپوټ وايی د پاکستان پارلمان داوخت د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ د اړیکو پر څرنگوالي بحث کوي، خو دا لا روښانه نه ده چې حکومت ته به خپل رپوټ کله وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG