د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو پنځه پاکستاني پولیس ووژل


پاکستاني طالبان وايي برید هغوی کړی دی
پاکستاني طالبان وايي برید هغوی کړی دی

وسله والو د پاکستان د پولیسو پر یو مرکز برید کړی لږ تر لږه پنځه تنه یې وژلي او ۲۵ نور یې ژوبل کړي دي.

برید د بلوچستان ایالت د لورلايي په سیمه کې شوی دی. زده کوونکي د پولیسو په لیکو کې د داخلېدو لپاره ازموینه ته ناست وو چې وسله وال برید پرې وشو.

راپورونه وايي چې څلورو بریدګرو لومړی لاسي بمونه غورځولي او بیا یې ډزې وکړې. په دغې سیمې کې تر دې مخکې هم د نا امنیو پېښې شوې وې.

یو لوړپوړي پولیس چارواکی رویټرز ته وویل چې پوځ او پولیس په سیمه کې علمیات پيل کړي چې بریدګر پیدا کړي.

ډاکټر فهیم عثمانخیل وايي چې پنځه مړي او ۲۵ زخمیان روغتون ته انتقال کړل شوي دي. پاکستاني طالبانو د دغه برید مسولیت منلی دی.

تر دې څو ورځې مخکې هم په لورلايي کې په یو بل برید کې څلور سرحدي ملېشې هم ووژل شوې.

XS
SM
MD
LG