د لاس رسي وړ اتصالات

حکمت کرزی: سیمه د انزوا په لور روانه ده


د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې په دې غونډه کې د افغانستان او سیمې په اقتصادي همکاریو هم خبرې وشوې
د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې په دې غونډه کې د افغانستان او سیمې په اقتصادي همکاریو هم خبرې وشوې

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزی وایي چې په کارده چې د سیمې هیوادونه دا پریګړه وکړي چې د ورپیښو ګواښونو پروړاندې یوځای عمل کوي او که هغوی د انزوا په لورځي.

د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین وايي ترکومه چې دې یې ویني د سیمې هیوادونه د انزوا په لور روان دي.

ښاغلي کرزي وویل "ّ هغه څه چې مونږ یې په دغه پړاو کې وینو یو ډیره جدي انزوا ده، چې له بده مرغه هیچا ته یې ګټه نه رسیږي".

حکمت خلیل کرزي نن په کابل کې د امریکا د ختیځ او لودیځ انستیتوت په ملګرتیا د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې افغانستان سره د سیمې د هیوادونو د سیاسي او اقتصادي همکاریو یو کنفرانس ته د وینا په وخت وویل چې کوم بهرني جنګیالي چې په افغانستان کې د افغان حکومت په خلاف په جګړه بوخت دي، افغانستان یې هدف نه دی بلکې هغوی د خپلو او نړیوالو اهدافو لپاره جګړه کوي.

ښاغلي کرزي وویل "ّ که چیرې تاسو د افغانستان ستونزو ته یوه کتنه وکړئ، هغه دا ده چې تروریزم له مختلفو تروریستي ډلو څخه منشاء اخلي چې د القاعده څخه نیولې، داعش، د ختیځ ترکستان اسلامي خوځښت، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او نورې ډلې په کې شاملي دي، ټولې دغه ډلې په افغانستان کې جګړه کوي خو ددغو ډلو لپاره افغانستان هدف نه دی، د دغو ډلو د ډیرو یې اهداف سمیه ایز او نړیوال اهداف دي چې هغوی تعقیبوي".

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت معین د مثال په توګه د کندز ولایت وروستیو نښتو یادونه وکړه وې ویل چې په دغه جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې د ۱۳۰۰ څخه زیاتو بهرنیو جنګیالیو جګړه کوله.

حکمت خلیل کرزي په خپلو څرګندونو کې د افغانستان د ګاونډیو سره د اړیکو په هکله هم خبرې وکړې وې ویل چې د افغانستان اړیکې د نورو ګاونډیو هیوادونو پرتله د ترکمنستان سره ډیرې ښې دي.

هغه وویل چې بله میاشت به د ټاپي د ګازو د نل لیکې پروژه عملآ پیل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت معین وویل چې ددغې پروژې ۸۵ فیصده پانګه به د ترکمن ګاز شرکت او پاتې ۱۵ فیصده پانګه به افغانستان، پاکستان او هندوستان برابره کړي او دا درې هیوادونه به هریو پنځه، پنځه فیصده په دغه پروژه کې پانګونه وکړي.

حکمت خلیل کرزي د پاکستان سره د افغانستان د اړیکو په باب د خبرو په وخت وویل چې افغانستان له دغه هیواد څخه ورته عمل نه دی لیدلی.

ښاغلي کرزي وویل "ّ افغان حکومت په بیلابیلو کچو هڅه کړ‎ې او د دغو اړیکو په برخه کې یې په لویه کچه سیاسي پانګونه کړې ده خو له بده مرغه له مقابل لوري مونږ ته ورته عمل نه دی په سترګو شوی ".

ښاغلي کرزي د افغانستان او پاکستان د ولسونو او په ځانکړی ډول د سوداګرو ترمنځ اړیکې ډیرې نږدې وبللې وې ویل د ایران او نورو ګاونډیو هیوادونو سره هم د افغانستان اړیکې ښي دي خو هغه د ازبکستان سره د افغانستان اړیکې ډیرې سړې وبللي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت چارواکي وايي چې دوی نه غواړي چې یوازې د سوداګرۍ په برخه کې د پل په توګه ونډه ولري بلکې غواړي چې د بریښنا او سیمې نښلولو په برخه کې د پل په حیث کار وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي‌ چې په افغانستان کې دننه د سیمې په کچه د اقتصادي همکاریو زمینه برابره ده او دوی کولای شي چې په دې برخه کې د سیمې له هیوادونو سره پوره همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG