د لاس رسي وړ اتصالات

حنیف اتمر د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وټاکل شو


حنیف په تېرو ټاکنو کې د ولسمشر غني سیال و
حنیف په تېرو ټاکنو کې د ولسمشر غني سیال و

ولسمشر محمد اشرف غني محمد حنیف اتمر د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست او نوماند په توګه وټاکه.

نن شنبه د اپرېل ۴(وري۱۶) په دې اړه د ارګ لخوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي: "د هیواد جمهور رئیس د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ فقرې حکم پر اساس، محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه وټاکه."

تر ښاغلي‌ اتمر مخکې هارون چخانسوري د دغه وزارت سرپرست و.

محمد حنیف اتمر د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې د کلیو پراختیا، د پوهنې او کورنیو چارو وزیر په توګه دنده تر سره کړې او د ولسمشر غني په حکومت کې هم د شاوخوا څلورو کلونو لپاره د ملي امنیت شورا سلاکار پاتی شوی دی.

ښاغلي اتمر په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې ځان هم کاندید کړ، خو د هغه د ټاکنیز ټېم تر پاشل کېدو وروسته یې په ټاکنو کې ګډون ونه کړ.

محمد حنیف اتمر درییم شخص دی چې د ولسمشر غني په نوې کابینه کې د نوماند وزیر په توګه ټاکل کیږي.

تر دې مخکې عبدالهادي ارغندیوال د مالیې او د بامیانو پخوانی والي طاهر زهیر د اطلاعاتو او فرهنګ د نوماند وزیر په توګه ټاکل شوي وه

په نورو تازه ګمارونو کې محمد شاکر کارګر د ولسمشر غني د دفتر رئیس، محمد ایوب سالنګي د سیمه ییز ارګانونو د خپلواکې ادارې مالي او اداري معین، سید عبدالوحید قتالي د هرات والي، احمد ضیا سراج د ملي امنیت سرپرست او نوماند او داود سلطانزوی د کابل ښاروال په توګه ټاکل شوي دي.

په ستراتیژیکو چارو کې د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر تېره اونۍ وویل چې د نوي کابینې پر جوړېدو کار روان دی چې وروسته به یو ځای د باور رایو تر لاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.

ولسمشر غني هم د ولسي جرګې له غړو سره لیدنه کې نوې کابینې ته په اشاره ویلي چې په نوې کابینه کې به یې د ټولو ولایتونو استازي شامل وي.

ښاغلي غني یو ځل بیا د سولې عالي شورا ریاست پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ته وړاندیز، خو هغه رد کړ.

XS
SM
MD
LG