د لاس رسي وړ اتصالات

حنیفه ګیرووال ټولنیزو چارو کې د کابل مرستیاله والي ټاکل شوې


حنیفه ګیرووال په ټولنیزو چارو کې د کابل د مرستالې والي په صفت ټاکل شوې ده.

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند سید شاه سقیم د یکشنبې په ورځ د «وري میاشتې پر ۱۱مه» امریکا غږ ته وویل چې اغلې ګیرووال د سیمه ییزو ارګانونو ادارې په وړاندیز او د ولسمشر غني د حکم په اساس د کابل ولایت مرستیاله ټاکل شوې ده.

ښاغلي‌ سقیم وویل:"عموماً د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره د لومړۍ درجې ولایتونو لپاره، په ټولنیزو چارو کې مرستیال والي ټکي، مخکې منیره یوسفزاده وه اوس یې پر ځای حنیفه ګیرووال وټاکل شوه چې ډېر ژر به خپل دنده پیل کړي."

حنيفه ګېرووال په حقوقو او سیاسي علومو کې لوړې زده‌کړي کړي او د دې ترڅنګ یې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د ابودزمن د څانګې د مرستیالې په توګه څلور کاله دنده تر سره کړې ده.

اغلې حنیفه ګیرووال هم د یکشنبې په ورځ امریکا غږ سره مرکه کې وویل، چې د دندې تر پیلېدو وروسته به یې لوموړۍ هڅه په کابل ښار کې د مېشتو وګړو ترمنځ یووالي رامنځته کول او د فاصلو له منځه وړل وي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دې ترڅنګ به په کابل ښار کې د ټولنیزو خدمتونو برخې ته هم زیاته توجه وکړي.

اغلې ګیرووال وویل:"زما لومړۍ هڅه به داوي چې د کابل مېشتو ترمنځ قومي، ژبنۍ فاصلې له منځه یوسم او ټول خلک خپلې ګټې ګډې وګڼي چې په کابل ولایت کې سره اوسي."

  • په دولت کې د ښځو ونډه

تر دې مخکې په ټولنیزو چارو کې منیره یوسفزاده د کابل د مرستیالې والي په توګه دنده تر سره کول.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د معلوماتو له‌مخې دا مهال د کابل ترڅنګ په هرات، پکتیا او ننګرهار کې درې نورې مېرمنې هم د مرستیال والي په صفت دنده تر سره کوي.

د افغانستان په کابینه کې د درې ښځینه وزیرانو ترڅنګ په بېلابېلو نورو ورازتونو کې یو شمېر مېرمنې د معینیانو په صفت دنده تر سره کوي.

او د دې ترڅنګ د کابل ښار د یوولسو څخه د زیاتو ناحیو مرستیالانې هم ښځې ټاکل شوي دي.

XS
SM
MD
LG