د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا پریکړه کړه چې حقاني شبکه د ترهګرو په لست کې شامله کړي


د امریکا یوې معتبرې ورځپاڼې ریپوټ ورکړی چې د ولسمشر اوباما حکومت په پام کې لري چې د حقاني شبکه د ترهګرو د سازمانونو په لست کې شامله کړي.

د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې نن د جمعې په ورځ د حکومت د نامعلومو چارواکو له قوله لیکي دي چې وايي دغه پریکړه چې د حقاني شبکه د ترهګرو په لست کې شامله شي د میاشتو بحثونو وروسته ونیول شوه. پر حقاني شبکې باندي تور دی چې په افغانستان پر امریکايي ځواکونو بریدونو کوي.

د امریکا د باندنیو چارو د وزارت یو جګپوړي چارواکي وویل چې امریکا د باندنیو چارو وزیره هیلري کلینټن به کانګرس ته د جمعې په ورځ ددغې پریکړې په هکله اطلاع ورکړي. د حکومت ددغه اقدام سره اوس دې ته لاره هواره شوې ده چې ددغې ترهګرې ډلې پرضد نور سخت مالي بندیزونه ولګول شي.

ځیني امریکايي چارواکو اندېښنه څرګنده کړې چې د حقاني د شبکې په تور لست کې اچول به د امریکا او پاکستان ترمنځ دمخه لا خرابې اړیکې اغیزمنې کړي او هغه هلې ځلې به سوکه کړي چې موخه یی د افغانستان جګړې ته د یوه سیاسي حل موندل دي.

د حقاني شبکه چې د پاکستان د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمو کې میشته ده، ویل کېږي چې د پاکستان د استخباراتو سره اړیکې لري. خو پاکستاني چارواکي بیا دغه ادعاکانې ردوي او بې اساسه یې ګڼي.

د امریکا متحده ایالات پر پاکستان باندي فشار راولي چې په شمالي وزیرستان کې د دغې ډلې پرضد عملیات وکړي، خو د پاکستان پوځ وايي چې قواووې یې اوس هم په قبایلي سیمو کې تیتې دي او نسي کولای چې بله جبهه پرانیزي.تیره اونۍ امریکايي او پاکستاني چارواکو دا تایید کړه چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د حقاني شبکې د ورځنیزو عملیاتو آمر بدرالدین حقاني وژل شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي د امریکا دې پریکړه ته چې حقاني شبکه د ترهګرو په لست کې شامله کړي هرکلی ویلی دی. خود پاکستان یو جګپوړي امنیتي مامور نن د جمعې په ورځ وویل چې د امریکا د متحده ایالاتو له خوا هرډول اقدام به چې په لړ کې یې د حقاني شبکه په تور لست کې شامله شي، د پاکستان او امریکا اړیکې لاپسي اغیزمنې کړي.

د حقاني پر شبکې باندي تور دی چې د افغانستان په ۱۰ کلنې جګړې کې یې په دغه هیواد کې یو شمیر خونړۍ حملې کړي دي چې په کښي د جون د میاشتې برید شامل دی چیري چې ۱۸ بې ګناه افغانان د قرغې په یوه تفریحې سیمه کې ووژل شول. دغې شبکې په کال ۲۰۱۱ کې د امریکا پر سفارت باندي برید هم تنظیم کړی وو.

یادشوي پاکستاني چارواکي ویلی دي چې که حقیقت وویل شي نو د امریکا له خوا پریکړه به چې د حقاني شبکه د ترهګرو په لست کې شامله شي، د امریکا او پاکستان اړیکې لاپسي خرابې کړي. دغه چارواکي د خپل نوم د نه اخیستو په شرط دغه څرګندونې کړي دي.
XS
SM
MD
LG