د لاس رسي وړ اتصالات

په هسکې مېنې کې د زیانمنو شويو ملکي وگړو وضعیت


 داعش ډلې لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
داعش ډلې لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې تېره ورځ پر کورنو بمباري شوې چې د چارواکو په وینا ۲۵ داعش او اته ملکي خلک پکې وژل شوې دي.

د خپاره شویو رپوټونو له مخکې داسې انگیرل شوي چې گواکې ټوله بمباري پر هغه کور شوې چې د فاتحې مراسم پکې روان وو.

خو چارواکو او سیمه ییزو خلکو ویلي دي چې د مریز کنډو سیمه کې دوه نور کورونه هم بمبار شوي چې ډېر داعش وسله والو په همدغو هوايي بریدونو کې وژل شوې دي.

داعش ډلې لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

امریکا غږ په هسکه مېنه کې د تېرې ورځې هغه ویډیو موندلې چې د قاطع ملاتړ ځواکونه د مریز کنډو سیمه تر خپلو هوايي او ځمکنیو بریدونو لاندې راوستې.

سیمه ییزو مقاماتو ویلي دي د یو ځايي کس د فاتحې د مراسمو له سیمې پر عملیات کوونکو ځواکونو ډزې شوې چې د قاطع ملاتړ قواوو متقابل برید کړی دی.

سیمه ییز چارواکي دا هم وايي چې د فاتحې د کاله په ګاونډ کې دوه نور کورونه هم ویشتل شوي چې د اسلامي دولت ډېر وسله وال همغلته اوسېدل.

خو ځينې ځايي خلک او ولایتي شورا استازي وايي په پروني بمبار کې لس ملکیان وژل شوي دي.

عملیات کوونکي ځواکونه اوس د پاپین سیمې په اول سر کې له داعش وسله والو سره جګړه کوي، ځايي خلک وايي په روانو عملیاتو او بمبارۍ کې دې ولسي خلک نښه نه ګرځوي.

د عملیاتو سیمه کې ګڼو کورنیو د جګړې له وېرې سرونه ویستلي او ځینې لاهم پر لاره دي.

دا څوم وار دی چې په هسکه مېنه کې د داعش ډلې پر وړاندې عملیات کېږي، خو حکومت د عملیات کوونکو ځواکونو تر بېرته وتلو وروسته ګټلې سیمې نه ساتي، ځکه خو بېرته د اسلامي دولت ډلې ته په لاس ورځي.

ولسي خلک او ځايي چارواکي وايي که دا ځل عملیات هم د تېر په شان نیمه کې پاتې کېږي نو د ځايی خلکو له بې کورۍ او وژنې نه علاوه کومه ګټه نه شي کولای.

XS
SM
MD
LG