د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د خوارځواکۍ د زیاتیدو په اړه د یونسیف خبرداری


د ملگرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونسیف مالي مرستې غوښتي چې په افغانستان کې د سوء تغذیه سلګونه زره اخته ماشومانو درملنه وشي.

د یونسیف د رپوټ له مخې شاوخوا دوه میلیونه افغان ماشومان په خوارزواکۍ اخته دي چې ددې جملې نه ٦٠٠ زره یې د جدي خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

د ملگرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونسیف ویاند کریستف بویلیراک، وایي چې افغان ماشومان غیر صحي غذایي رژیم لري او ددغو ماشومانو ژوند د خطر سره مخامخ دی. هغه وویل چې "هغه ماشوم چې د سختې سوء تغذیې نه ځوریږي د یو سالم ماشوم په پرتله یې د مړینې احتمال ١١ چنده زیات دی."

افغانستان د یمن او جنوبي سوډان تر څنگ د هغو هیوادونو له ډلې څخه دي چې د پنځو کلونو لاندې عمر زیات شمیر ماشومان یې په خوارزواکۍ باندې اخته دي.

په افغانستان کې د ٢٠١٨ کال وچکالۍ پدې هیواد کې د ماشومانو د خوارځواکۍ وضعیت نور هم خراب کړ.

په افغانستان کې د سو تغذیې په اړه وروستۍ سروې ښیي چې ددې هیواد د ٣۴ ولایتونو له جملې نه ٢٢ ولایتونو یې د خوارزواکۍ د بېړني وضعیت سره مخامخ دي.

یونیسف تیر کال په افغانستان کې په خوارځواکۍ باندې اخته نیمایي ماشومانو ته د ژغورنې مرستې ورکړې. یونسیف په پام کې لري چې سږکال په خوارځواکۍ باندې د ٦٠ فیصده اخته ماشومانو له ډلې نه شاوخوا ۳۷۵ زره ماشومانو ته لازمې مرستې برابروي.

ښاغلي بویلیراک د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې یونیسف د مالي ستونزه سره مخامخ دی او د هغه په وینا په افغانستان کې د خوارځواکۍ اخته ماشومانو سره د مرستې لپاره اوه میلیونو ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري.

د روان کال د پیل راهیسې یونیسف په افغانستان کې په سختې خوارځواکۍ باندې د اخته شاوخوا ۷۳ زره ماشومانو درملنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG