د لاس رسي وړ اتصالات

د وخت دمخه زیږیدنې اقتصادي او جنسي ستونزې


دا څیړنه د ښځو او نارینو په گډون په ١٨٩ کسانو باندې ترسره شوې ده
دا څیړنه د ښځو او نارینو په گډون په ١٨٩ کسانو باندې ترسره شوې ده

هغه ماشومان چې په کم وزن او مخکې له وخته دنیا ته راځي، زیات احتمال شته چې د بلاغت پر وخت په کار موندنه کې پاتې راشي او یا هم ښایي کم عایده کار ولري.

یوه نوې څیړنه څرگندوي، هغه بالغ کسان چې د وخت دمخه زیږیدلي ښایي د اولاد د لرلو کم چانس ولري. دا څیړنه همداشان دا احتمال په ډاگه کوي چې دغه کسان ښایي د زیاتو روغتیایي ستونزو سره هم مخامخ شي.

د څیړنې سرمحقق ډاکتر سورج سیگل، د رویترز خبري اژانس ته ویلي چې دوی همداشان د هغو کسانو په لومړی نسل څیړنې کړي چې په لږ وزن او د وخت دمخه زیږیدلي دي.

کارپوهانو په تیره لسیزه کې د ښځو او نارینو په گډون په ١٨٩ کسانو باندې چې د ۱۹۷۷ څخه تر ۱۹۸۲ کلونو پورې زیږیدلي وو څیړنې ترسره کړي دي. ددغو کسانو څخه ۱۰۰ تنو یې د زیږیدنې پر وخت له یو کیلو گرام څخه ټیټ وزن درلود او ۸۹ تنه یې د دونیم کیلو گرامه وزن په لرلو سره دنیا ته راغلي وو.

ډاکتر سیگل وایي چې دغو ۱۸۹ تنو ټولو د روغتیا، زده کړو، کارموندنې، ټولنیز چارو، جنسي فعالیت او د اولاد د راوړلو په اړه په یوه معیاري نظرپوښتنه کې برخه واخیستله. هغه زیاته کړه چې ددغو کسانو له ډلې څخه د هرو پنځو تنو نه یو یې عصبي نیمگړتیا درلوده.

د گډون کوونکو د دواړو ډلو عمر په وسطي توگه د شلو او دیرشو کالو ترمنځ و او یوشان لاس ته راوړنې یې درلودې، همداشان د ۲۹ کلنۍ څخه تر ۳۶ کلنۍ پورې د دواړو ډلو ترمنځ دغه وضعیت یو ډول و. خو د هغو کسانو کم شمیر دایمي وظیفې او یا شغل درلوده چې له وخت دمخه زیږیدلي وو او یا هم د هغوی کلنی عاید د هغو کسانو په پرتله کم و چې په عادي وزن زیږیدلي دي.

د هغو کسانو نیمایي چې له وخت دمخه زیږیدلي وو هیڅکله هم واده نه و کړی، په داسې حال کې چې په نورمال وزن د زیږیدلو کسانو له دریو څخه یو یې واده نه و کړی. همداشان په سلو کې ٢٠ کسانو چې له وخت دمخه زیږیدلي وو هیڅکله هم جنسي مقاربت نه و تجربه کړی، خو په دوهمه ډله کې ددغه ډول کسانو شمیر یواځې دوه فیصده و.

ددې څیړنې موندنې چې د امریکا د طبي انجمن په ژورنال کې خپرې شوي د دواړو ډلو ترمنځ د عصبي نیمگړیتاو سربیره د یو شمیر شخصیتي توپیرونه ښکارندوي هم کوي.

همداشان د وخت دمخه زیږیدلو کسانو زیات شمیر همجنسبازه، او یا دوه جنسبازه وو چې د استرالیا په ملبورن کې د ماشومانو د څیړنیز انستیتوت د ډاکتر پیتر اندرسن، په وینا ددې دوو ډلو اکثر توپیرونه د همدې له وخت دمخه زیږیدلو دوه جنسبازه کسانو څخه سرچینه اخلي.

کارپوهان وایي که څه هم چې دا څیړنه په کم شمیر کسانو ترسره شوی، خو بیا هم هغه ستونزې په ډاگه کوي چې د وخت دمخه زیږیدلي ماشومان ورسره په بلاغت او پوخ عمر کې مخامخ کیږي.

رپوټ: رویترز
ژباړه: عارف عثمانزوی

XS
SM
MD
LG