د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانانو اوسط عمر ۶ کاله زیات شوی


په افغانستان کې د ښځو د عمر اوسط ۶۲ کاله او دنارینو د عمر اوسط ۶۰ کاله ذکر شوی دی
په افغانستان کې د ښځو د عمر اوسط ۶۲ کاله او دنارینو د عمر اوسط ۶۰ کاله ذکر شوی دی

له احصائیو څخه څرگندیږي چې د ٢٠٠٠٠ کال نه تر ۲۰۱۵ پورې د انسانانو د عمر اوسط پنځه کاله لوړ شوی دی. خو په دې منځ کې د پرمختللو او د مخ په ودې هیوادونو ترمنځ سترې ناانډولۍ شته.

د روغتیا د نړیوال سازمان یو نوی رپوټ ښي چې د نړۍ د ١٢ پرمختللو هیوادونو د اوسیدونکو وسطي عمر ٨٢ کاله اټکل شوی دی، په داسې حال کې چې په ٢٢ مخ په ودې هیوادونو کې له ٦٠ کالو کم دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان شمیرې ښي چې په افغانستان کې د عمر عمومي اوسط د ۲۰۰۰ میلادي کال د احصایي له مخې چې ٥٥ کاله و، تر ٢٠١٣ کال پورې ٦١ کالو ته لوړ شوی دی.

په افغانستان کې د ښځو د عمر اوسط ۶۲ کاله او دنارینو د عمر اوسط ۶۰ کاله ذکر شوی دی چې لا هم د ددې هیواد د وگړو د عمر د اوږدوالي له نظره د نړیوال جدول په پای کې ځای لري.

ددې احصایې له مخې په سویس، آیسلند، استرالیا، سویډن او اسرائیل کې د وگړو وسطي عمر تر ټولو لوړ دی. په داسې حال کې چې په چاد، د عاج ساحل، د مرکزي افریقا جمهوریت، انگولا او سیرالیون هیوادونه تر ټولو ټیټه کچه لري.

خو د روغتیا نړیوال سازمان رپوټ ورکوي چې د ٢٠٠٠ کال راهیسې په افریقا کې د وگړو د وسطي عمر کچه لوړه شوې ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو، اسنادو او څیړنې د برخې مسؤل تایس بویرما، وایي د نهه کالو زیاتوالي د افریقایانو وسطي عمر اوس ٦٠ کالو ته لوړ کړی دی. هغه ویلي چې عمده دلیل یې د ماشومانو د روغتیا ښه والی، د ملاریا سره په مبارزه کې پرمختگ او په HIV باندې د اخته ناروغانو لاس رسی ددې ویروس ضد درملو ته دی.

هغه د امریکا غږ ته وویل چې په ٢٠١٥ کې د اروپایانو د وسط‍ي عمر (۷۸ سال) او د افریقایانو (۶۱ سال) د اوسط عمر ترمنځ د پراخ تفاوت سره سره اوس ددې توپیر د کمولو لپاره هڅې روانې دي. په ٢٠٠٠ کال کې دغه تفاوت پنځه کاله و

په وسطي توگه دغه رپوټ وایي چې تقریباً د نړۍ په ټولو هیوادونو کې د ښځو عمر د نارینو په پرتله اوږد ښودل شوی دی. په مجموعي توگه د ښځو د عمر اوسط نژدې ۷۴ کاله دی چې په نړۍ کې د نارینو د عمر د مجموعي اوسط په پرتله څلور نیم کاله زیات دی.

XS
SM
MD
LG