د لاس رسي وړ اتصالات

واده او سرطان تر منځ اړیکه شته؟


ټولنیزې مرستې او حمایت په سرطان ناروغۍ باندې د اخته متاهلو کسانو د مړینې په راکمیدو کې ټاکونکی لامل گڼل شوی دی.
ټولنیزې مرستې او حمایت په سرطان ناروغۍ باندې د اخته متاهلو کسانو د مړینې په راکمیدو کې ټاکونکی لامل گڼل شوی دی.

په سرطان باندې د اخته مجردو کسانو په پرتله د متاهلو کسانو زیات شمیر د وژونکو تومورونو له شر نه ژغورل کیږي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې یوې نوې څیړنې موندلي چې په سلو کې ۲۷ مجرد نارینه او په سلو کې ۱۹ مجردې ښځې او نجونې د خپلو هم عمرو مړوخو او متاهلو کسانو په پرتله د سرطان ناروغۍ په وجه تلف کیږي.

هغو کسانو چې واده یې کړی په عمومي توګه د ښه روغتیایي بیمې لرونکي دي او په ښه سیمو کې اوسیږي، خو مجرد ناروغان ددې ډول معیشتي ښیګړو او د هغې د لګښت د ورکړې له درکه په دومره ښه وضیعت کې نه دي.

د کالیفورنیا په پوهنتون کې ددې څیړنې سرمحقیق سکارلت لین گومز د رویترز خبري آژانس ته ویلي چې په ظاهره په سرطان باندې د اخته متاهلو ناروغانو د ښه کیدو لامل تر ډیره ښه ټولنیزې مرستې یا حمایت او کمه ټولنیزه انزوا ګڼل کیدای شي.

لین د یو ایمل په ځواب کې د رویترز اژانس ته ویلي چې "د یو غښتلي حمایتي سیستم شتون کیدای شي په سرطان باندې د اخته کسانو په ژغورنه کې د پام وړ اثر ولري".

دغې تحقیقاتي ډلې د ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۹ کال پورې نژدې ۷۸۳ زره په سرطان اخته ناروغان مطالعه کړي چې د هغې ډلې څخه تر ۲۰۱۲ کال پورې ۳۸۷ تنو یې ژوند له لاسه ورکړ.

څیړونکو د مریضانو په لسو مشترکو لاملونو باندې تمرکز وکړ چې خبیثه او پرمختلونکي سرطانونه یې درلودل. کله چې هغوی د ناروغانو روغتیایي بیمو او اقتصادي – اجتماعي وضیعت ته وکتل د مجردو نارینو مړینه په سلو کې ۲۲ او د مجردو نجونو او ښځو مړینه په سلو کې ۱۵ زیاته وه.

ددې څیړنې په پیل کې، ۷۰ په سلو کې نارینه او ۵۱ په سلو کې مړوخه ښځې وې او تقریبا ټولو یې په یو ډول نه یو ډول بیمې درلودې.

اکثر مجرد ناروغان هغه تورپوستي وو چې په فقیر میشته سیمو کې اوسیدل، روغتیایي بیمې یې نه درلودې او د سرطان ناروغۍ په پرمختللو پړاونو تشخیص شوي وو او هیڅ ډول جراحي يا د شعاو درملنه یې نه وه ترلاسه کړې.

ددې څیړنې څیړونکو د سرطان په ژورنال کې لیکلي دي چې ښایي هغه ځانګړتیاوی چې د افرادو د واده کولو سبب کیږي لکه فزیکي او رواني سلامتي د متاهلو ناروغانو په ژغورنه کې کیدای شي ونډه ولري.

ددې څیړنې یوې مرستیالې ماریا الینا مارتینز وایي چې په سرطان باندې اخته مجرد افراد باید د خپل ماحول د ملاتړکوونکو ښیګړو څخه استفاده وکړي که څه هم چې د هغې په وینا هغوی په خاصه توګه مجرد نارینه میرمن او اولاد نه لري چې په سرطان باندې له تشخیص وروسته له هغوی سره مالي او رواني مرستې وکړي.

په دې توګه د محقیقینو په اند نارینه د ښځو په پرتله د واده د ټولینزو ښیګړو څخه ګټه اخلي. د تکزاس د پوهنتون د روانشناسۍ محقیقه کترین پاورز جیمز وایي چې که هم په سرطان باندې اخته نارینه او ښځې ښایي فکر وکړي چې د نورو د ولو بار دي، خو د هغې په وینا کله چې هغوی مرسته وغواړي ښځې د خپلو مړونو سره مرستې کولو او رواني حمایت ته ډیرې لیواله دي.

پاورز جیمز د رویترز اژانس ته ویلي دي چې مجرد ناروغان چې نژدې دوستان نه لري، تر ډیره د رواني مسلکي درملنۍ د مرستې لټه کوي.

ټول ودونه یو ډول نه دي او د کړکیچ په وخت کې د واده شویو جوړو ترمنځ اړیکې یو ډول ټینګې نه دي. خو ددې څیړنې موندنو د ټینګو او پخو اړیکو او پیوندونو مثبت اړخونو او د ناروغانو په ژغورنه باندې د هغې اثر ته ګوته نیولې او څرګندوي چې پیسې او ثروت د سرطان څخه د ژغورنې یواځنی لامل کیدای نه شي.

رپوټ: رویترز

ژباړه: عارف عثمانزوی

XS
SM
MD
LG