د لاس رسي وړ اتصالات

د غاړې څخه ټک ایستلو د یوې بریتانوۍ نیم بدن فلج کړ


٢٣ کلنه بریتانوۍ ناتالي کونیکي یوه شپه پر تحت غزیدلې وه او تلویزیون یې لیده چې خپل بدن یې کوږ وږ کړ او د غاړې څخه د ټک ایستلو پر وخت یې ناڅاپه لوړ غږ واورید.

څرنگه چې د ناتالي کونیکي د بدن مفصلونو تل کړس کړوس کاوه د غاړې د ټک وتلو لوړ غږ ته متوجه نشوه. خو د ډیلي میل ورځپاڼې د رپوټ له مخې ددې پیښې نه شاوخوا ١٥ دقیقې وروسته کله چې دغې ځوانې نجلۍ غوښتل تشناب ته لاړه شي، متوجه شوه چې خپله پښه نشي ښورولې.

آغلې کونیکي سمدستي روغتون ته انتقال شوه او ډاکتران پدې پوه شول چې د غاړې نه د ټک ایستلو پر وخت د هغې د غاړې یو مهم شریان (رگ) شلیدلی او د هغې په مغزو کې وینه لخته شوې او مغزي سکته یې کړې ده او په پای کې د هغې د بدن چپ اړخ فلج شوی دی.

د بدن د غړو نه ټک ایستل په زیاتو مواردو کې بې خطره دي، خو که د بدن د مفصلونو درد او پړسوب رامنځ ته کړي ښایي د بدن غړي ته د جدي زیان رسیدو نښه نښانه وي چې پدې صورت کې باید سمدستي ډاکتر ته مراجعه وشي.

ډاکتران سپارښتنه کوي چې په مجموعي توگه باید د بدن او په خاصه توگه د غاړې د ټک ایستلو نه ډډه وشي ځکه امکان شته د غاړې مهمو شریانونو ته چې مغزو ته وینه رسوي زیان ورسیږي. سربیره پر دې دغه کار کیدای شي د غاړې اعصابو، هډوکو او عضلو ته هم تاوان ورسوي.

میرمن کونیکي اوس تر درملنې لاندې ده او ورو ورو یې د بدن نیمایي برخه بیرته حرکت کوي، خو د ډاکترانو په وینا معلومه نده چې دغه ځوانه نجلۍ به څه وخت په بشپړه توگه جوړه او پر پښو ودریږي.

XS
SM
MD
LG