د لاس رسي وړ اتصالات

په زیاتې ګرمۍ کې برقي پکي ښايي زړو کسانو ته ګټه ونه رسوي


په زیات عمر لرونکو کسانو د برقي پکیو اثر
په زیات عمر لرونکو کسانو د برقي پکیو اثر

په دې وروستیو کې د یوې څېړنې له مخې د هغو ډیر عمر لرونکو کسانو چې په سختې ګرمۍ کې له برقي پکو استفاده کوي، ښايي د زړه ضربان او د بدن د تودوخې درجه د هغو کسانو په پرتله ډیره وي چې له پکې ګټه نه اخلي.

د ځوانانو ترمنځ د پکې استعمال د زړه د ضربان په زیاتوالي او د بدن د تودوخې په زیاتېدلو کې ځڼد را منځته کوي او له بدن څخه د خولو د وتو پروسې ته سرعت ورکوي، خو زاړه کسان ډیره خوله نه کوي او بدن یې بل ډول عکس العمل ښيي. دغه خبرې د تکزاس ایالت په دالاس کې د دغه سروې یو ترسره کوونکي کریګ ګرندال وکړې.

هغه چې د رویترز آژانس له صحي برخې سره په تلیفون خبرې کولې وویل د دغې سروې په هکله زمونږ یوه لویه اندېښنه داده چې ښایي خلک د پکي کارولو نه لاس واخلي، او مونږ دا نه غواړو. هغه زیاته کړه په معتدله هوا کې د پکې کارول ګټور دي.

ګرندال او همکارانو یې د دالاس د فورت ورت په سیمه کې په درې نارینه وو او شپږ ښځو چې عمرونه یې د ۶۰ او ۸۰ کلونو ترمنځ و، دغې څېړنې وکړې.

ګډونوالو ته نرۍ جامې ور واغوستل شوې او د سلو دقیقو په موده کې په داسې یوې خونه کې وساتل شول چې د تودوخې درجه په کې د سانتي ګراد په کچه ۴۲ درجې وه. په خونه کې نسبي رطوبت د سلو دقیقو ترپایه له دیرشو فیصدو تر اویا فیصدو زیات شو. دوی ته په دغه موده کې خوراک او څښاک ورنه کړل شو.

هر ګډونوال په دوه جلا ورځو کې دوه ځلې دغه آزموینه یو ځل له ۱۶ انچه برقي پکې سره چې له دوی څخه یو متر لرې اېښودل شوې وه او دوهم ځل له پکې پرته ترسره کړه. څېړونکې یې د زړه ټکان، د بدن حرارت او خولو ضایعات اندازه کړل څو د دوی د بدن د رطوبت نسبي کچه معلومه کړي په کومه کې چې د هر ګډونوال د د زړه ټکان او د بدن حرارت په چټکۍ سره زیات شو.

له یو ګډونوال پرته، چې د پکې موجودیت او نه موجودیت کې یې د زړه ټکان او دبدن حرارت زیات نه شو د نورو ګډونوالو د بدن د رطوبت په اندازه کې له پکې سره او پرته له پکې یوڅه تفاوت موجود و.

د زړه ټکان له پکې سره په ۵۳ فیصدو نسبي رطوبت کې پیل شو او له پکې پرته ۵۶ فیصدو نسبي رطوبت کې. د بدن د حرارت له پکې سره په ۶۵ فیصده له پکې سره او ۶۳ فیصده له پکې پرته زیات شو.

د خولو ضایعات د پکې په موجودیت او نه موجودیت کې یوشان و.

ګرندال په پای کې وايي، خلک باید له پکې څخه په نسبي ګرمۍ له پکې کار اخیستلو ته دوام ورکړي. ځکه د هغه موندنې په شیکاګو کې د ۱۹۹۵ د ګرمۍ له نمونې سره مقایسه شوې چې دا ډول ګرمي ډیر لږ په امریکا کې رامنځه کیږي.

XS
SM
MD
LG