د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار د روغتیايی چارو مسؤلین د پاکستان د نه همکارۍ سر ټکوي


کندهارولایت روغتیایې چارواکي وایې چې د ډیورنډ کرښې هغه غاړې کې د پاکستان روغتیایې ټیمونه د واکسین د تطبیق په برخه کې په جدیت سره کار نه کوي

دوی وايي چي په سپین بولدک کي د دوی د واکسین ټیمونه هغه ماشومان هم واکسینوي چي له پاکستان څخه راځي .

د کندهار ولایتاو د پاکستان د کوټې ښار ترمینځهره ورځ شاخوا څلویښت رزهکسان تګ راتګ لري چې له دغو کسانو سره کورنۍ او ماشومان هم وي.

د جنوبي حوزې د کتلوي معافیت امر ډاکتر نظرمحمد وايي، د سپین بولدک په سرحدي سیمه کې د پاکستان له لوريراستنیدونکو ټولو ماشومانوته د کندهار د پولیو روغتیایې ټیمونه واکسین ورکوي.

نظر محمد وویل، چې دا دنده د کرښې هغه غاړې د پاکستان د روغتیایې ټیمونو پورې اړه لري، خوداسې معلومیږي چې هغوی پدې کار کې پاتې راغلي دي او د پولیو ویروس د جدي ګواښ له امله دوی اړدي چې د خپل فعالیت ترڅنګ د هغوی دنده هم مخ ته یوسي.

ډاکټر نظر محمد " موږ او پاکستاني لوري چې کومه پریکړه په اسلام اباد کې کړې هغه دا وه، د پاکستان لخوا افغانستان ته چې کومکسان را ځي، ماشومان به یې پاکستاني روغتیایې ټیمونه واکسین کوي، که چیرې د افغانستان له لوري پاکستان ته ځي، نو افغان روغتیایې ټیمونه به ورته واکسین ورکوي، په خواشینۍ سره باید ووایم چې تقریبآ شپته یا اویا فیصد پاتې ماشومانو ته مونږ واکسین ورکو، چې د پاکستان روغتیایې ټیمونه هم پدې خبر دي او هره ورځ شاخوا ۱۲ سوه هغو ماشومانوته واکسین ورکووچې له افغان خاروې پاکستان ته ځي یاهم بیرته راځي " .

په جنوبي ولایاتو کي د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د څانګي د واکسین د همغږغۍمسئول سید کمال شاه وايي چې په کندهار کې د پولیو ویروس انتقالي بڼه لري او که چېرې د پاکستان په بلوچستان صوبه یا هم کراچي ښار کې د پولیو کومه پېښه پیدا کیږي نو په مخامخ ډول د افغانستان جنوبی ولایتونه ترينه اغیزمن کیږي.

کمال شاه وویل،پاکستان ته د زیاتو افغانانو تګ راتګ له روغتیايي پلوه د ویروس په انتقال کې مرسته کوي ځکه خو دوی د افغان او پاکستاني روغتیايي ټیم ترمنځ پر همغږي ډیر ټینګار لري.

سید کمال "تر ډیره له پاکستان سره هم تړلي یو ځکه په کوټه ، کلای عبدالله او کراچي کې کله د پولیو پېښې رامنځ ته کیږي یاهم د پوليو ویروس په چاپیریال کې وموندل شي د هغهاغېز مخامخپر موږ باندي هم وي ځکه له یادو سیمو سره زموږ د افغانانو تګ راتګ ډیر زیات دی اود پولیو ویروس دلته هم را انتقالیږي " .

د پولیو د ناروغۍ د لمنځه وړلو په مبارزه کي افغان او پاکستاني ټیمونه د نړیوال روغتیايي سازمان او ځینو نورو نړیواله مرستندویه ادارو په ګډون د هري اونۍ په پای کي د خپلو فعالیتونو پایلي له یو بل سره شریکوي .

د کندهار او کوټي د روغتیايي چارو مسئولین په چمن او سپین بولدک ښارونو کې له یوبل سره مخامخ ناستي لري او د مخابروي اړیکو په وسیله یو بل په جریان کي اچوي.

د کندهار د عامي روغتیا د کلتوي معافیت امر پدې اړه داسي وايي " موږ د پاکستان له روغتیایې ټیم سره هره پنج شنبه د تیلفون له لاري مجلس لرو او هغوی ته مو دا پشنهاد کړی، خو کله چې دتفتش کورني او بهرنيټیمونه سیمې ته ورغلي، معلومه شوې چې د ډیورنډ په صفري نقطه کې د پاکستان د واکسین ټیمونه ضعف لري او دهغوی تفتش کمزوری دی ".

افغانستان او پاکستان لاهم په نړۍ کې دوه هغه هیوادونه دي چې د پولیو یا ګوزڼ ناروغي پکې شتون لري.

روغتیايي مسئولین وايي تر هغو چې د پوليو د ناروغۍ پر ضد روانې هڅي همږغې نشي د دې ناروغۍ مخ نیوی ګران کار دی .

له همدې کبله له پاکستان سره ګډ کار ته ډیر د اهمیت په سترګه کتل کیږي .

XS
SM
MD
LG