د امریکا د متحده ایالاتو د درملو او غذایي موادو تنظیمونکې اداره وایي چې د یو بوډا بدن ته د یو ځوان شخص د وینې انتقال نشي کولای د زړښت او د حافظې د مشکلاتو مخنیوی وکړي.
د امریکا د متحده ایالاتو په گډون په یو شمیر بډایو هیوادونو کې بډایه زاړه کسان د زړښت د مخنیوي په هیله د ځوانانو د وینې پلازما خپلو رگونو کې پیچکاري کوي.
پلازما د وینې مایع برخه ده چې د خپلې مجموعي حجم له نیمایي نه زیاته ده او په کې پروتینونه او انټني باډی شامل دي. په پلازما کې شامل پروتینونه د وینې له لخته کیدو مخنیوی کوي.
داسې باور شته چې د ځوانې پلازما پیچکاري کول د قلبي ناروغیو، د عقل د زوال، پارکینسن، الزایمر او د PTSD له پیښیدو وروسته د سترس اړوند اختلال مخنیوی کوي.
د امریکا د متحده ایالاتو د درملو او خوراکي توکیو د بیولوژۍ مرکز رئیس پیتر مارکس، د بلومبرگ خپرونې ته ویلي چې ددغه باور د ثبوت لپاره هیڅ ډول کلینیکي مدرک نشته.
ښاغلي مارکس تیره سه شنبه وویل د امریکا د درملو او غذایي موادو د تنظیم ادارې ویلي چې بوډا ته د ځوانې پلازما پیچکاري کولو ددې ادارې هیڅ ډول لازم ازمایښت ندی تیر کړی.
په امریکا کې د امبروسیا شرکت چې همدااوس د ١٦ نه تر ٢٥ کلونو پورې ځوانانو د وینې یو لیتر پلازما شاوخوا په ٨٠٠٠ ډالرو خرڅوي د امریکا د درملو او غذایي توکیو د ادارې د مقاماتو د څرگندونو وروسته ویلي چې د پلازما خرڅلاو یې درولی دی.
امبروسیا ویلي دي چې پر موږکانو باندې لابراتواري ازموینو د ځوانانو د پلازما د تطبیق کولو په اړه حیرانونکي تاثیرات ښودلي دي، خو د امریکا د قوانینو له مخې هر درمل او یا د انساني درملنې طریقه دمخه تر دې چې رسمي جواز ترلاسه کړي باید پر انسان باندې هم وازمایل شي.
د امریکا د درملو او غذایي موادو د تنظیم ادارې د خپلو مشتریانو غوښتي چې د زړښت د مخنیوي لپاره د پلازما له پیچاري کولو ډډه وکړي. ځکه د هغوی په وینا سره له دې چې دا طریقه د زړښت مخنیوی نشي کولی د سخت حساسیت د رامنځ ته کیدو، د بدن د حجم د زیاتیدو، د سږیو د زیان او د مکروبونو د انتقال خطر هم موجود دی.
په خاصو طبي شرایطو کې د پلازما تطبیق لکه سختې سوزیدنې، شاک، سختو صدماتو او عاجلو طبي حالاتو کې جواز لري.