د لاس رسي وړ اتصالات

روژه او صحي خواړه


د دوشنبې په ورځ په اسلامي هېوادونو کې میلیونونه انسانانو روژه پيل کړه. د پاکستان، ایران او د هند مسلمانان به د سه شنبې په ورځ روژه پیلوي.

د افغانستان په ګډون د اسیا په مسلمان هېوادونو کې د شاوخوا ۱۵ او ۱۶ ساعتونو ترمنځ روژه نیول کیږي.

په روژه کې صحي خوراک

ډاکټران معمولا په روژه ماتې کې د متوسط خوراک وړاندوینه کوي. د اګسفورډ، د بې هوشۍ د څانګې غړی، ډاکټر رازین معروف د برتانیا صحي ویپاڼې ته وویل، چې د روژه ماتې او پېشنمي ترمنځ باید ډېر خوراک ونشي.

هغه وايي "د رمضان اصلي هدف د ځان او نفس تزکیه ده، پر ځان کنترول او په ژوند کې نظم راوستل دي، چې له روژه ماتې وروسته په خوراک سره باید دا حالت خراب نشي.

ډاکټران وايي باید په روژه ماتې او له هغې وروسته ډېر خوراک ونشي
ډاکټران وايي باید په روژه ماتې او له هغې وروسته ډېر خوراک ونشي

نوموړي وايي په پېشنمي کې باید داسې خواړه وخوړل شي، چې ښه انرژي ولري "په پېشنمي کې باید خواږه، چپاتي ډوډۍ، سلات، غله په خاص ډول اوربشې او ښه پخه شوې وچه ډوډۍ وخوړل شي. دا خواړه سړی باانرژي ساتي".

د NHS Choices ویپاڼې په ګډون ډېرو نورو صحي ويپاڼو دا خبره کړې ده، چې باید د شپې هغه خواړه ډېر ونه خوړل شي، چې ډېره وازګه او خواږه لري. همدغه راز ډاکټران وايي په غوړیو کې سره شوې غذا هم باید ډېره ونه خوړل شي.

خوب او مایعات

ډاکټران په رمضان کې د مایعاتو په څښلو او منظم خوب هم تاکید کوي. د صحي خوړو متخصصې، لفلي رنګنات، د خلیچ اژانس ته وویل چې په روژه کې ښه خوب او د ښه مایعاتو اخیستل د روغې سټې یو بل راز دی.

هغې وویل "که په روژه ماتې کې په غوړیو کې ډېره سره شوې غذا وخوړل شي، خوب ناارامه کیږي او په پېشنمي کې پاڅېدل سخت وي. بدن په سختې سره وازګې اوبه کوي، چې ډېر وخت نیسي او دا یوه اوږده پروسه ده".

روژه د مسلمانانو لپاره د نفس تزکیه بلل کیږي
روژه د مسلمانانو لپاره د نفس تزکیه بلل کیږي

مېرمن رنګنات وویل که په روژه ماتې او پېشنمي کې ډېر مایعات ونه خوړل شي، یوازې دا نه چې د بدن اوبه کمیږي، بلکې په خېټه هم ګړبړ پېدا کیږي.

اوږدې روژې

په نړۍ کې څه باندې ۱.۶ میلیارده مسلمانان دي. اندونیزیا تر ټولو لوی اسلامي هېواد دی، چې ۲۰۶ میلیونه نفوس لري او څه باندې ۱۹۶ میلیونه یې مسلمانان دي.

د اسوشیټډپرس اژانس وايي په ډنمارک کې به مسلمانان تر ټولو اوږده روژه نیسي، چې ۲۱ ساعته ده، خو په ارجنټاین کې به تر ټولو لنډه روژه وي، چې نهه ساعته ده.

اسیلینډ، سویډن او ناروې کې بیا روژه ۲۰ ساعته ده، خو په امریکا فرانسې او ایټالیا کې بیا شاوخوا ۱۶ ساعته ده. دا هغه هېوادونه دي، چې مسلمانان په کې اقلیت دي.

په شمالي قطب کې بیا روژه د دوبي په موسم کې راغله. د The Weekمجله وايي په شمالي قطب کې به روژه ۱۷ ساعته وي، چې دا به په ۳۳ کلونو کې د خپل ډول تر ټولو اوږدې روژې دي.

په امریکا کې هم ۳.۳میلیونه مسلمانان ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG