د لاس رسي وړ اتصالات

اومپرازول د پښتورگو ناروغي زیږوي - څیړنه


تیزر: نژدې ۲۰۰ زرو ناروغانو په دغه څیړنه کې برخه درلوده.
تیزر: نژدې ۲۰۰ زرو ناروغانو په دغه څیړنه کې برخه درلوده.

د امریکا د متحده ایالاتو یوې نوې څیړنې موندلي دي هغه خلک چې د زړه د جوش د عادي درملو څخه چې د "پمپ پروتون د مخنیوي" په نامه بازار ته عرضه کیږي استفاده کوي، د پښتورگو په ناروغۍ باندې د اخته کیدو د خطر سره مخامخ کیږي. ددې ډلې د مشهور درملو څخه "اومپرازول" او "لنسوپرازول" دي.

د امریکا دغه نوې څیړنه ښي چې د سلگونو زرو خلکو په منځ کې چې د زړه د جوش دغه درمل یې استعمالول او دمخه یې هیڅ ناروغي نه درلوده، لږ تر لږه په سلو کې ٣٠ یې د زړه جوشۍ د پنځه کلنې درملنې په ترڅ کې د پښتورگو په مزمنې ناروغۍ اخته شوي او د هغوی د پښتورگو د بیکاره کیدو خطر د معمولې کچې په پرتله دوه چنده شو.

دغه څیړنه چې د پښتورگي اړوند ناروغیو په ژورنال کې د امریکا په متحده ایالاتو کې خپره شوی راغلي دي چې اکثراً دغه ډول درمل د زخمونو، زړه جوشۍ او د معدې نه مرۍ ته د تیزابو د پورته کیدو د درملنۍ لپاره د تر ټولو د موثرې دوا په توگه تجویز کیږي.

ددې څیړنې مخکښ څیړونکی ډاکټر زیاد العلي د "PPI" پمپ پروتون انهیبټر یا د پمپ پروتون د مخنیوي درملو د کمې کچې د استعمال سپارښتنه کوي او وایي چې ددغو درملو کارول باید د لنډې مودې لپاره او د هغو حالاتو پورې محدود اوسي چې د طبي پلوه ورته اړتیا وي.

پوهانو نژدې ۲۰ زره ناروغان چې د PPI ډوله درملو نه یې ګټه اخیستله د ۱۷۳ زرو نورو مریضانو سره چې د معدې د تیزابو ْد نورو درملو څخه یې ګټه اخیستله پرتله کړي دي. پدې دواړو ډلو کې شاملو کسانو په پیل کې د پښتورګو ناروغي نه درلوده.

د شخصي، ټولنیزو او اقتصادي لاملونو او همدا شان د روغتیایي حالاتو په پام کې نیولو سره چې د پښتورګو د ناروغۍ په رامنځ ته کیدو کې ونډه لري، پوهانو موندلي چې دPPI استعمال د پښتورګي د جدي ناروغۍ د ۲۸ فیصده زیاتوالي او د ۳۲ فیصدو کسانو په منځ کې د پښتورګو د فعالیت د راکمیدو سبب شوی و.

همدا شان د PPI استعمالونکو ترمنځ د ۹۶ فیصدو کسانو د پښتورګي د له منمځه تللو خطر زیات شوی و.

څرنګه چې د PPI درملو لکه امپرازول او لنسوپرازول ډولونه په آزاده توګه په درملتونونو کې پلورل کیږي یو شمیر خلک ښایي د ډاکترانو له مشوریې پرته له هغې نه استفاده وکړي.

خو د ډاکترانو په اند دغو درملو ته د لاس رسي آسانتیا د هغې د مصون والي په مفهوم نه ده او باید نه یواځې دا چې د دې درملو د خپلسرۍ استعمال نه ډډه وشي بلکې د هر ډول بلې دوا نه هم ډډه وشي تر څو ناروغان د مختلفو درملو د جانبي زیانونو څخه چې اکثراً ترې خبر نه دي په امن کې پاتې شي.

رپوټ: رویترز
ژباړه: عارف عثمانزوی

XS
SM
MD
LG