د لاس رسي وړ اتصالات

د درد درملو پرله پسې کارول د روږدیتوب خطر زیاتوي


څیړونکو موندلي چې دغه خطر د ښځو په پرتله نارینه او د ځوانانو په پرتله پوخ عمره خلک زیات گواښوي
څیړونکو موندلي چې دغه خطر د ښځو په پرتله نارینه او د ځوانانو په پرتله پوخ عمره خلک زیات گواښوي

کارپوهان وایي د امریکا په متحده ایالاتو کې د درد درملو څخه ناسمه او ناوړه استفاده تر ډیره حده ددې درملو د روږدیتوب د ماهیت په هکله د خلکو د ناسم برداشت نه سرچینه اخلي.

کارپوهان وایي چې په زیاتو مواردو کې د درد ضد د قوي درملو پرله پسې استعمال په ځانگړې توگه د جراحۍ د لویو عملیاتونو وروسته د ناروغانو د معتاد کیدو سبب کیږي.

د سترو جراحي عملیاتو وروسته درد لکه د بدن د مفاصلو بدلول، د اپندکس یا کیسه صفرا لېرې کول، سخت و عذابوونکی درد دی چې د درد د آرامولو په خاطر ډاکتران ناروغانو ته د درد ضد قوي درمل ورکوي چې له نسخې پرته نه پلورل کیږي.

خو هغه ناروغان چې دغه درمل اخلي د هغې د دوامداره او مزمن استعمال له خطر سره مخامخ دي. د یوې نوې څیړنې نتیجې چې د امریکا د طبي انجمن په ژورنال کې خپرې شوي، د عملیاتو د لومړي کال په جریان کې د ١٢٠ ورځو څخه زیات ددې درملو څخه استفاده کول خطرناک گڼل شوي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د ملي انستیتوت د شمیرو له مخې چې د درملو څخه د ناوړه گټې اخیستنې په اړه یې پلټنې کړي په ٢٠١٠ کال کې په متحده ایالاتو کې شاو خوا اته میلیونه او ۷۶۰ زره تنه موجود و چې د درد ضد له نسخه یي درملو نه یې استفاده کوله.

د ستنفورد پوهنتون د طب پوهنځي څیړونکي د څه دپاسه ۶۰۰ زرو ناروغانو سوابق ارزولي دي چې د جراحي عملیاتو دمخه یې د درد درملو څخه استفاده نه کوله. په دې څیړنه کې شامل یو څیړونکی اریک سن وویل، دوی موندلي دي چې د جراحي عملیاتو وروسته د درد ضد ردملو باندې روږدیتوب په دغو ناروغانو کې تر پنځو چندو پورې لوړ شوی دی.

څیړونکو موندلي چې دغه خطر د ښځو په پرتله نارینه او د ځوانانو په پرتله پوخ عمره خلک زیات گواښوي. همداشان هغه کسان چې د درد ضد قوي درملو له استعمال دمخه د پریشانۍ ضد درمل استعمال کړي وي تر نورو زیات د روږدیتوب له خطر سره مخامخ دي.

ډاکتر سن وایي همداشان هغه ناروغان چې درملو څخه د ناوړه استفادې او یا د الکولي مشروباتو د استعمال سابقه ولري د خطر له گواښ سره مخامخ دي. له دې کبله د ډاکتر سن په وینا ناروغان باید په جدي توگه د خپل معالج ډاکتر سره مشوره وکړي.

ډاکتر سن همداشان وایي "ډاکتران باید خپل ناروغان چې ستر عملیات یې تیروي د جدي څارنې لاندې ونیسي چې په درد ضد درملو باندې د هغوی د روږدیتوب مخنیوی وشي".

څیړونکي وایي په درد ضد درملو باندې د روږدیتوب د خطر نښه د ډاکتر د مشورې پرته د درملو د اندازې زیاتولو ته د ناروغ لیوالتیا ده، او یا هم دا چې ناروغان د زیاتو درملو ترلاسه کولو لپاره څو تنو ډاکترانو ته مراجعه کوي او پرته له دې چې د نورو ډاکترانو سره د خپلې لیدنې په اړه معلومات ورکړي د درد ضد دوا د نسخې د ترلاسه کولو هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG