په پاکستان کې د سختې ګرمۍ له کبله د مړو شویو کسانو شمېر د چهارشنبې په ورځ ۷۵۰ ته لوړ شو. چارواکي وايي چې ډېر کسان د پاکستان په سویلي او لوی تجارتي ښار کراچۍ کې مړه شوي دي.
خو، اوس هوا څه ناڅه یخه شوې ده، بادونه الوتي، د تودوخې درجه له شاوخوا ۴۵ څخه ۳۸ راټېټه شوې ده او د هوا پېژندنې ادارې د باران وړاندوینه هم کړې ده.
د چهارشنبې په ورځ د کراچۍ د ښار سړکونه تر ډېره تش لیدل کېدل، حکومت عمومي رخصتي اعلان کړې وه چې خلک له کورونو څخه را ونه وځي.
په روغتونو کې لا هم بېړنی حالت دی، ډاکټرانو د زرګونو ګرمۍ وهلیو په درملنې بوخت دي.
چارواکو خبرداری ورکړی چې ښايي د مړو شمېر لا پسې لوړ شي. د کراچۍ د عامې روغتیا د وزارت یو لوړ پوړي مقام وویل " وروستۍ شمېره دا ده چې ۷۵۰ کسان مړه شوي دي، خو دا د تېرې شپې ارقام دي. "
د سه شنبې په ورځ د کراچۍ یو روغتیايي چارواکي صابر میمون د فرانسې خبري اژانس ته ويلي وو چې په ښار کې د تودوخې درجه ۴۵ ته ختلې ده.
ګرمۍ داسې مهال په پاکستان کې سلګونه کسان مړه کوي چې د نړۍ د نورو مسلمانو هېوادونو په څېر په پاکستان کې هم میلیونه انسانان روژه نیسي چې په کې له پېشنمي وروسته تر روژه ماتې پورې خوراک او څښاک منع دي.
د کراچۍ د روغتون یو ډاکټر سمیع جمال تېره ورځ وویل چې تر دې دمه یې شاوخوا ۳۰۰۰ ګرمۍ وهلیو درملنه کړې ده.
ښاغلي جمال وویل " په دغو کسانو کې څه باندې دوه سوه کسان یې په روغتون کې مړه شول." یو بل چارواکي وویل چې ۶۷ کسان بیا د ښار په ملکي روغتون کې مړه شول.
په پاکستان کې د یوې تر ټولو لویې خیریه ټولنې ایدهي چارواکي وايي چې د دوی د مړو د ساتلو په دوو مرکزونو کې څه باندې ۴۰۰ مړي پراته دي.
د دغې ټولنې ویاند انور کاظمي وویل " په دریو ورځو کې زموږ د مړو د ساتلو په مرکزونو کې تر ۴۰۰ ډېر مړي راوړل شوي دي. نور په مرکز کې د مړو د اېښودلو ځای نشته. "
په کراچۍ کې شاوخوا ۲۰ میلیونه انسانان ژوند کوي، دغه ښار د څښاک د اوبو او برېښنا له کموالي سره هم مخامخ دی.
د هوا پېژندنې د ادارې یو چارواکي وویل چې د سه شنبې په ورځ د تودوخې درجه ۴۴.۵ وه او شاید وروسته بادونه والوزوي.
د ښار چارواکو د سه شنبې په ورځ عمومي رختصي اعلان کړه چې خلک د باندې را ونه وځي، ډېر مړه شوي کسان مزدورکاران دي چې په لارو او سړکونو کې یې کار کاوه.
په پاکستان کې د طبیعي حالاتو سره د مبارزې اداره وايي چې د ښار په ټولو روغتونو کې به د ګرمۍ وهلو د درملنې مرکزونه پرانیستل شي چې په وخت سره د ناروغانو درملنه وشي.
په پاکستان کې ګرمۍ داسې مهال سلګونه کسان مړه کوي چې، د دغه هېواد په ګاونډ هند کې شاوخوا یوه میاشت مخکې هم سختې ګرمۍ ۲۰۰۰ کسان مړه کړل.
په هند کې د ګرمۍ له لاسه مړه کېدوونکي کسان غریبکاران دي، خو سږنۍ شمېره د دغه هېواد په تاریخ کې د ګرمۍ له کبله د مړه شویو کسانو دویمه لوړه شمېره بلل کیږي.