د لاس رسي وړ اتصالات

حکمتیار: ما طالبانو ته د سولې طرحه استولې ده


د حزب اسلامي مشر گلبدین حکمتیار وایي چې طالبان باید نور انتظار ونکړي او د سولې د طرحې هرکلی وکړي.

ښاغلي حکمتیار د امریکا غږ سره په تلویزیوني مرکې کې وویل چې د طالبانو مشر هبت الله ته یې د یوه لیک له لارې د سولې طرحه ور استولې ده چې هغوی ته قناعت ورکړل شي.

حکمتیار د حکومت سره د طالبانو د سولې په اړه زیاته وي "په اسلام کې هم جنگ شته او هم سوله شته، خو هیڅوک د داسې جگړې لپاره شرعي مجوز نه شي وړاندې کولی چې یو بې گناه کس په کې وژل کیږي."

ښاغلي حکمتیار په دې مرکې کې د امن د سیمو د رامینځته کیدو نظر یو ځل بیا وړاندې کړ او ادعا یې وکړه چې ځېنو رسنیو سهوا" او یا عمداً تحریف کړی دی.

حکمتیار د خپل کور پر مخامخ دیوال باندې د حمیده برمکۍ د رسم شوې انځور له پاکولو انکار کوي او زیاته وي چې دا کار په هغوی پورې هیڅ اړه نلري.

د گلبدین حکمتیار سره د امریکا غږ د خبریال شکېب دوست مرکه دلته وگورئ.

XS
SM
MD
LG