د لاس رسي وړ اتصالات

د حکمتیار د نوم د سپینولو کار پیل شو


تهران، سپټمبر ٢٠٠١ - حکمتیار پر خپل کور کې په یوه مرکه کې افغانستان ته د امریکایي ځواکونو د تگ مخالفت کړی و.
تهران، سپټمبر ٢٠٠١ - حکمتیار پر خپل کور کې په یوه مرکه کې افغانستان ته د امریکایي ځواکونو د تگ مخالفت کړی و.

د افغانستان حکومت وایي چې د ملگرو ملتونو د تور لېیست څخه د حزب اسلامي د مشر گلبدین حکمتیار د نوم د لېري کولو هڅې پیل شوي دي. د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال وایي چې د سولې د عالي شورا دفتر پر دغه موضوع باندې د ملگرو ملتونو د ځانگړي ماموریت یوناما سره کار کوي.

د ښاغلي حکمتیار نوم د ملگرو ملتونو او د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په تورو لېستونو کې دی او په رسمي ډول د دوی له لوري د ترهگرو په لېست کې شمېرل کیږي.

پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د حکمتیار سره د حکومت د سولې د خبرو اترو هرکلی وکړ او دا کار د افغانستان په نوښت د سولې د پروسې برخه وبللو.

د جمهوري ریاست ویاند مینه پال هم د امریکا د دریځ ستاینه وکړه او وویل "د حکمتیار سره د حکومت خبرې اترې نهایي کیدلو ته نژدې شوې دي.

د سولې د عالي شورا ویاند نن په کابل کې وویل چې د حکمتیار سره د موافقې متن چمتو دی او جمهور رئیس غني او ښاغلي حکمتیار ته لیږل شوی دی.

د حکمتیار د سولې د هیئت مشري امین کریم کوي چې له ډیرو کلونو راهیسي په اروپا کې اوسیږي
د حکمتیار د سولې د هیئت مشري امین کریم کوي چې له ډیرو کلونو راهیسي په اروپا کې اوسیږي

د حزب اسلامي هیئت د تیرو دوو میاشتو راهیسي په کابل کې دی او د سولې د عالي شورا سره پر پنځویشتو مادو موافقې ته رسیدلي دي. ددغه هیئت غړي وایي چې پر ټولو موضؤعاتو موافقه شوي ده او د موافقې متن د ولسمشر غني، اجرائیه رئیس عبدالله او ښاغلي حکمتیار ته لیږل شوی دی.

د حکمتیار پخواني تړونونه

گلبدین حکمتیار د افغانستان په څلوېښت کلنه جگړه کې یو تپېژندل شوی شخصیت دی او په بیلابیلو وختونو کې یې د مختلفو ډلو او حزبونو سره موافقې کړي دي او ډېرې موافقې ماتې کړي دي. دا ځل هم د سولې د خبرو اترو ته د ډیرې خوشبینۍ برسیره ډیر څیړونکې اندیښنه لري چې ایا ښاغلی حکمتیار به پر خپلو ژمنو وفا وکړي؟

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د پخواني معاون دستیار ډېوېډ سېډني هیله من دی چې دا ځل به ښاغلی حکمتیار پر خپلو ژمنو وفا وکړي. ښاغلي سېډني د اشنا تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې په واشنگټن کې اکثریت څیړونکې د هغه سره د سولې د خبرو اترو ملاتړي ښکاري خو دا ویره شته چې حکمتیار به تر کومه حد پورې له ترهگریزوعملونو لاس واخلي.

ښاغلي سېډني زیاته وي چې د حکمتیار سره د سولې د خبرو اترو بریاليتوب به د طالبانو سره د سولې په لړ کې د کابل د حکومت دریځ غښتلی کړي.

د حکمتیار حزب اسلامي د جگړې په ډگر کې ډیر زیات فعالیت نلري خو مبصرین په دې اند دي چې د کابل په سیاسي چوکاټونو کې به یو نوی پړاو پیل شي.

XS
SM
MD
LG