د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالجبار قهرمان د هلمند جګړه رهبري کوي


د افغانستان امنیتي ځواکونو د ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې په خپل هېواد کې د جګړو د رهبرۍ مسولیت واخیست.
د افغانستان امنیتي ځواکونو د ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې په خپل هېواد کې د جګړو د رهبرۍ مسولیت واخیست.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی او د افغان پوځ پخوانی جنرال، عبدالجبار قهرمان، د ملي دفاع وزارت مرستیال او په هلمند ولایت کې د پوځي عملیاتو د همغږي کوونکي په توګه ګمارل شویدی.

هلمند د څو میاشتو راپدې خوا د سختو جګړو شاهد دی او مرکز لښکرګاه ته نږدې پرتې ولسوالۍ د مخالفینو تر ګواښ لاندې دي.

ښاغلی قهرمان په داسې حال کې په هلمند کې د جګرو مسؤلیت پرغاړه اخلي، چې ددغه ولایت امنیتي چارواکي د تازه دمه سرتیرو د لیږلو غوښتنه کړې ده.

عبدالاجبار قهرمان څوک دی؟

عبدلاجبار قهرمان په ۱۳۳۷ کال کې د کندهار ولایت په بولدک ولسوالۍ کې زیږدلی. نوموړي خپلې لوړې زده کړې په پوځې برخه کې سرته رسولي دي او په ۱۳۶۳ کال کې د کابل له حربي پوهنتون څخه فارغ شویدی. قهرمان د تورن جنرالۍ رتبې په درلودلو سره د افغانستان په پوځ کې د خدمت اوږده تجربه لري. نوموړي لس کاله په کندهار کې د ملي اردو قومندان پاتی شویدی. په پښتو، دري او روسي ژپو خبرې کولای شي.

د هلمند ولایت امنیه قومندان عبدالرحمن سرجنګ امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې ځواکونه ېې همداوس له طالبانو سره په بیلابیلو استقامتونو کې په سختو جګړو بوخت دي.

"مونږ په کابل کې له چارواکو سره خبرې کړیدي او ژمنه راکړل شوېده چې په نږدې راتلونکې کې به تازه دمه سرتیري هلمند ولایت ته راورسیږي."

هلمند چې د نړۍ په کچه د خشخاشو د تولید یو لوی مرکز کڼل کیږي په تیر کې د طالبانو د فعالیتونو اصلي سیمه پاتې شویده.

که څه هم په زرګونه د ملي اردو سرتيري، پولیس او نور امنیتي ځواکونه په لښکرګاه او ورڅېرمه والسوالیو کې دیره دي، خو اکثراً د امنیتي ارګانونو ترمنځ د اړینو همغږیو د نشتون له امله ددغه ولایت ځينې برخې د وسله والو مخالفینو لاس ته لویدلي دي.

د هلمند امنیه قومندان واېې چې دا چاره دوي ته په یوه لوېه ستونزه بدله شوې او جګړه ېې لاپیېچلې کړیده.

پرهمدې حال یو امریکایي جنرال ويلي، له یوه کال راهیسې چې افغان ځواکونو په افغانستان کې د جګړې پر مخ وړلو مسولیت اخستی دی، د دوی کار ضد او نقیضي پایلې لري.

د دغه جنرال په خبره کله چې افغان ځواکونه پلان شوي عملیات پر مخ وړي، ښه پرمختګونه لري، خو له پېښو سره د مقابلې پرمهال ځینې تشې لري.

د افغانستان امنیتي ځواکونو د ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې په خپل هېواد کې د جګړو د رهبرۍ مسولیت واخیست، خو لا هم زرګونه لویدیځ ځواکونه د روزنې، تجهیز او پوځي سلا مشورې په برخه کې له دوی سره مرسته کوي.

رپوټ: د امریکا غږ همکار، احمد شکیب دوست

XS
SM
MD
LG