د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند والي: له دې وروسته به په هلمند کې پاکستانۍ کلدارې نه چليږي


د هلمند ولایت والي یاسين خانټولو دولتي ادارو ته امر کړی تر څو پدې ولايت کې د پاکستانیو کلدارو د راکړې ورکړې مخنیوی وکړي او په افغانيو د سوداگرۍ ولايتي کمپاين کې له ټولو سوداګرو، هټۍ والو او عامو خلکو څخه غوښتي چې د افغانيو په رواجېدو کې مرسته وکړي او په خپلې سوداګرۍ کې له افغانيو کار واخلي

خو سوداګر وايي د افغانستان بانک د زاړه بانک نوټونو په بدل کې ورته نوي بانک نوټونه نشي ورکولای او همدا لامل دی چې پدغه ولایت کې ډیرې راکړې ورکړې په پاکستانیو کلدارو تر سره کیږي.

د وږي په ۱۷مه په مرکز لښکرګاه کې سوداګر، دیني عالمان، ځوانان او د دولتي ادارو مسئولین راټول شوي او د پاکستانیو کلدارو د راکړې ورکړې په اړه يې د هلمند د والي ملاتړ وکړ.

د هلمند والي وايي: په دغه ولایت کې يې ټولو دولتي ادارو ته امر کړی دی تر د پاکستانیو کلدارو په جدي ډول مخنيوی وکړي ، د نوموړي په خبره که چیرې په هلمند ولایت کي کوم څوک په پاکستانیو کلدارو راکړه ورکړه وکړي، نغدي جريمه به ورکوي او کهدوه ځله نور هم راکړه ورکړه په کلدارو وشي نو عدلي او قضايي ادارو ته به يي وسپاري.

د هلمند ولایتي شورا رئيس عطاءالله افغان د ملا امامانو څخه په کلکه غوښتنه وکړه چې په جوماتونو کې عامو خلکو ته د خپل ملي هويت په هلکه عامه پوهاوی ورکړي او له دې وروستهدې په ودونو کې ټول مهرونه په افغانیو ږدي.

مدنی فعالان او قومي مشران هم په هلمند ولایت کې د پاکستانیو کلدارو د مخنیوي ملاتړ کوي او وايي: د پاکستانیو کلدارو د مخنیوي په اړه به کمپاینونه ترسره کړي تر څو پدغه ولایت کې په افغانيو باندي راکړې ورکړې رایج شي.

خو په هلمند کې د سوداګرو ټولنې مسئولین وايي: د افغانستان بانک له لورې د زړو بانک نوټونو په بدل کې د نویو بانک نوټونو نه ورکړې له امله پدغه ولایت کې په پاکستانیو کلدارو راکړې ورکړې ډيرې شوي دي، او افغانستان بانک د دوی د اړتیا وړ نوي بانک نوټونه نشي ورکولای .

بل خوا په هلمند ولایت کې د افغانستان بانک مسؤل عصمت الله فضلي وايي: دا چې په هلمند کېډیرې راکړې ورکړې په پاکستانیو کلدارو تر سره کیږي ، له همدې امله د افغانيو تقاضا لږ ده، خو که چیرې سوداګر د افغانيو د عرضې غوښتنه وکړي دوی به له غوښتنې سره سم ډیر نوي بانک نوټونه بازار ته عرضه کړي.

د ولايت د مقام په وینا، دوي او اړوندې ادارې به د افغانيو د رايج کېدو کمپاين تر هغو پورې وغزوي چې افغانۍ په دې ولايت کې د کلدارو ځای ونيسي.

هلمند یو له هغو ولایتونو څخه دی چي لويې او وړې سوداګرۍ په پاکستانیو کلدارو تر سره کیږي. تر دې وړاندې هم دولتي چارواکو پر پاکستانیو کلدارو د راکړې ورکړې بندیزونه لګولي و، خو لاهمدلته زياتې راکړې ورکړې په پاکستانيو روپیوتر سره کیږي.

XS
SM
MD
LG