د افغانستان چارواکي وایي چي د دغه ملک په جنوب کي د سړک په غاړه د بم په چاودنه کي ١٥ تنه ملکیان وژل شوي دي.
مامورینو نن د شنبې په ورځ وویل چي دا چاودنه پرون د هلمند د ولایت د خانشین په ولسوالي کي شوې ده.
ددې چاودني په باب چا څه نه دي ویلي چي چا کړې ده. د هلمند د ولایت مامورینو د هغې ملامتي پر طالبانو باندي اچولې ده.
یوه بله چاودنه هم چي ډیره قوي وه نن په کندهار کي د پولیسو سرماموریت ته نژدې وسوه، چي څلور پولیسان او دوه ملکیان یې زخمي کي دي.
او چارواکي وایي چي د کندز په ولایت کي یوه ځان مرګه بم چونکي چي د پولیسود موټر نه یې کار واخیست، پنځه عسکر او څو ملکي خلک ووژل.