د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیه: په هلمند کې زموږ یو عسکر ورک دی


اکثره برتانوی عسکر په هلمند کې پراته دي.
اکثره برتانوی عسکر په هلمند کې پراته دي.

د برتانیې د دفاع وزارت وایي، یو برتانوی عسکر د افغانستان په جنوبي سیمه کې ورک شویدی.

د ناټو او برتانیې مامورین وایي، په دغه ولایت کې ددې عسکرد درک د لګولو دپاره شپه او ورځ لټون روان دی.

دغو مامورینو ویلي دي چې دوی نن سهار وختي خبر شول چې دغه عسکر ورک دی. په دی باره کی نور تفصیلات ندي خپاره شوي.

خو د فرانسې د خبري اژانس د افغان پولیسو په حواله ویلي دي چې دغه عسکر د هلمند د نهر سراج په ولسوالی کې تښتول شویدی.

برتانیه په افغانستان کې نهه زره او پنځه سوه عسکر لري، چې په افغانستان کې له امریکا وروسته د یوه بهرني هیواد د عسکرو تر ټولو زیات شمیر دی.

اکثره برتانوی عسکر په هلمند کې پراته دي.

هلمند د افغانستان په ډیرو خطرناکو سیمو کې شمیرل کیږي.

له بلی خوا، ناټو وایي چې نن یې یو عسکر د افغانستان په ختیځه سیمه کې د بم په چاودنه کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG