د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کې یوه ښځینه پولیسه وژل شوې


آرشیف
آرشیف
د هلمند په ولایت کې ماموران وایي چې وسله والو سړو په دغه ولایت کې د پولیسو یوه افسره ویشتلې او وژلې ده.

ولایتي چارواکي وایی چی بریدمنه اسلام بي بي د پنجشنبې په ورځ نامعلومو ټوپکوالاو په داسي حال کې وویشتله چې د خپل کار ځای ته روانه وه.

په ١٣٨٠ هجري شمسي کال کې په افغانستان کې دطالبانو دحکومت د زوال نه وروسته اسلام بي بي په افغانستان کې د میرمنو لپاره د کار او فرصت د بهترو شرایطو د برابریدلو یوه عملي نمونه ګڼل کیدله ځکه چې د طالبانو په حکومت کې ښځو ته دا ډول فرصتونه نه و برابر.

اسلام بي بي چی ٣٧ کلنه وه او د دریو ماشومانو مور وه، مخکي هم څو ځلي ورته هغو خلکو ګواښونه کړي وو چې نه یې غوښتل نوموړې په پولیسو کې کار وکړي. خپل ورور یې هم درې ځلي د وژلو کوښښ کړی و.

له بل پلوه د هلمند ولایتي چارواکي وایي چی د پنجشنبې په ورځ په لښکرګاه کې د سړک پرغاړه د بم په یوې چاودنې کې څلور انجوڼې چې عمرونه یې د لسو اودولسوکلونوترمنځ وو، ووژل شوي دي.

چاودنه په داسې حال کې وشوله چې انجوڼو اوبه وړلې. تر اوسه پوري هیچا ددغې چاودنې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی. خو معمولاْ طالبان په افغانستان کې د ناټو د عسکرو او حکومتي ځواکونو د وژلو لپاره بمونه ښخوي چې ملکي وګړي یې قرباني کېږي.
XS
SM
MD
LG