د لاس رسي وړ اتصالات

د ګرمسیر امنیه قومندان ووژل شو


د ګرمسیر امنیه قومندان ووژل شو
د ګرمسیر امنیه قومندان ووژل شو

افغان چارواکي وايي چې د هلمند په ولایت کې د سړک غاړې د یوې چاودنې له امله دغه ولایت د ګرمسیر د ولسوالۍ د امنیې قوماندان د خپلو دوو ساتونکو سره یو ځای وژل شوی دی.

هلمند د افغانستان تر ټولو نارامه ولایت دی او د افغانستان په جنوب کې د طالبانو قوي سنګر بلل کیږي.

د روان کال په ترڅ کې نړیوالو قواوو د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه د امنیت د مسولیت چارې افغان ملي امنیتي ځواکونو ته وسپارلې.

په بغلان کې بل ځانمرګی برید

بل خوا د بغلان په ولایت کې نن یوه ځانمرګي برید کوونکي د یو قومي مشر د کور مخې ته ځان الوزولی او یو شمیر پولیس یې ټپیان کړي دي.

د بغلان والي منشي عبدالمجید وویل پدی پیښه کې شپږ پولیس ټپیان شوي. والي وویل ګمان کیږي چې دوه نور ځانمرګي برید کوونکي به لا هم په سیمه کې اوسي.

له دې یوه ورځ مخکې په همدې ولایت کې په یوه جلا ځانمرګي برید کې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG