د لاس رسي وړ اتصالات

په لښګرګاه کې د امنیت انتقال ته تیاری


په لښګرګاه کې د امنیت انتقال ته تیاری
په لښګرګاه کې د امنیت انتقال ته تیاری

په هلمند کې افغان چارواکي وايي د بهرني ځواکونو څخه د لښګرګاه دښار امنيتي چارو پرغاړه اخیستو ته چمتو دي. په دې لړ کې افغان او ناتو ځواکونه په لشکرگاه کی د طالبانو د بریدونو د مخنوي په موخه گډ عملیات تر سره کړ.

په داسې حال کې چې ډیر ژر به د لښګرګاه ښار امنيتي چارې په رسمی ډول افغان ځواکونو ته وسپارل شي، افغان او بهرنیو ځواکونو د یکشنبې په ورځ هلته گډ پوځي عملیات پیل کړل.

دا عملیات چې پنځه لس ساعته یې دام درلود په قلای شرقی کې د شنبې په ماښام پیل شول. دا سیمه د هلمند د مرکز لشکرگاه څخه پنځه لس کلیومتره لری واټن کې پرته ده. بریتانوي قوماندانان وایی دې عملیاتو په لړ کې به هغې سیمې د طالبانو له واکه وایستل شي چې ترې یې پر لښکرګاه راکټي بریدونه کول. لښکرگاه کې د بریتانوي ځواکونو قومندان، کپټان مت ویلیامز وایی ډاډمن دی چې دغه پوځي عملیات په سمیه کې د طالبانو بریدونو کچه را ټیټه کړی ده.

"مونږ په یقین سره د لشکرگاه ښار ته د گواښونو مخه نیسو. دا کار په سیمه کې حکومت ته د امنیت او ثبات په راوستلو کې گټور تمامیږي."

د علمیاتو پلان د افغان قومندانانو له خوا وړاندې شوی او ناتو ځواکونو یوازی مرستندویه ونډه پکښې لرله.

"دا په حقیقت کې افغانانونو ته د لشکرگاه امنیتی سپارښتنې په پروسې کې یو مثبت پیل دی"

بل خوا ته د ناټو ځواکونه د یکشنبې په ورځ د افغانستان د مرکزي ولایت، بامیانو، امنیتي چارې افغان ځواکونو و ته وسپارلی. بامیان د افغانستان له امنو ولایتونو څخه شمېرل کیږي ، چې په تېرو لسو کلونو کې پکې ډیر لږ امنیتي پیښې پکښې رامنځته شوي دي. د افغانستان د دفاع وزیر عبدالرحیم وردک د مراسمو گډونوالو ته وویل:

"دا د خوښی ورځ ده چې نن مونږ په افغانستان کې د ژوندانه په بیلا بیلو برخو کې د سیاسی برخې نه نیولې تر ټولینز، اقتصادی او امنیتی برخې کې د یو ستر بدلون په درشل کې یو"

د بامیان ولایت کې د نوي زیلاند لږ تر لږه ۲۰۰ ځواکونه د ولایتي بیارغونې په ډله کې شتون درلود. تمه کیږي چې دغه ځواکونه به د یوه کال په اوږدو کې افغانستان څخه ووځي.

ناټو به ورو، ورو امنیتي چارې د افغانستان ځواکونه او پولیسو ته سپاري او تر ٢٠١۴ کال پورې به دا انتقالي چارې بشپړیږي. د افغانستان جمهورریس حامد کرزي د ډیر وخت راهیسې غوښتل چې امنیتي چارې دې افغان قواوو ته وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG