د لاس رسي وړ اتصالات

په لښکرگاه کې د خلکو ورځنی ژوند


په لښکرگاه کې د خلکو ورځنی ژوند
په لښکرگاه کې د خلکو ورځنی ژوند

د لښکر ګاه ښار چې د نارامه هلمند مرکز دی او تر ډیره حده خپله پخوانۍ څیره بدله کړې ده.

د اوسیدونکو تر منځ یې ژوند او پرمختګ ته د اعتماد فضا په بی ساري توګه پیاوړې ښکاري، او اوس د لښکر ګاه په اړه هغه زړه خبره چی خلکو به ورته کوچنۍ امریکا ویله، بیا راژوندی شوې ده.

د لښکرګاه ښار ټول عمومي واټونه په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي، هغه څه کوې چې فرعي کوڅې، هم پخې شوي او د سرکونو د دواړو غاړو ویالې جوړي شوي او سرکونه په څراغونو روښانه شوي او د سرکونو غاړو ته ګلدانونه جوړ شوي دي.

د هلمند ولایت د مسوولینو په وینا ، د لښکر ګاه په ښار کی ټول پنځوس کلیو متره سرکونه په اساس توګه پخ شوي.

که څه هم په جنوبی ولایتونو کی بی کاری لویه ستونزه ده ، خو په هلمند ولایت کی د یونیم کال راهیسی کاری مصروفیتونه تر ډیره حده زیات شوی او د خلکو په ژوند کی هم یوه څه تغیرات لیدل کیږي، البته دا په هغو سیمو کی چی اوس څه ناڅه امن په کې راغلی.

د لښګرګاه ښاروال وایی ، د ښاری خدمتونو د لا ښه وړاندی کولو په موخه یی د ښاروالی د انکشافی بودجې څخه ۲۰۰ میلونه افغانی د ښار د ترقی له پاره مصرف کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو د پرمختیایی اداری او نورو نړیوالو موسساتو دمرستو په جلبولو کی هم بریالی شوی دی .

محمد داود د لښکرګاه ښاروال وایی : د لښکرګاه د ښار د لاښه ترقی په وړاندی د دولتی ځمکو د غاصبینو د سختو ننګونو سره مخ دی چی د هلمند د والی په پوره ملاتړ یې د ځمکو د غاصبینو په وړاندی کلکه مبارزه پیل کړې ده.

محمد داود د لښکر ګاه ښاروال زیاتوي، د ۱۳۸۹ کال تر پایه پوری به په لښکر ګاه کی پنځه کیلومتره نوی سرکونه هم جوړ شی او په راتلونکی کال کی هم د ښار د لا وسعت له پاره ګڼی پروژی په پام کې لري.

XS
SM
MD
LG