د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو وايي د نوزاد د طالبانو ولسوال یې نیولی


ناټو وايي د نوزاد د طالبانو ولسوال یې نیولی
ناټو وايي د نوزاد د طالبانو ولسوال یې نیولی

ناتو وايي افغان او بین المللي قواوو په هلمند کې د څلورو ساعتو سختې جگړې وروسته د یوې ولسوالۍ د طالبانو مشر ونیو.

ناتو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د باغران د ولسوالۍ په نښته کې یو شمیر جگړه ماران وژل شوي دي.

ناټو وویل چې عسکرو یې اوه تنه یاغیان ونیول چې په دوی کې د طالبانو له خوا د نوزاد ولسوال هم ددغې ولسوالۍ په جنوب لویدیځ کې په نښته کې نیول شوی دی.

ناتو وايي، د افغانستان د جنوب په نورو برخو کې په نننیو جگړو کې د دوی یو عسکر د تندروانو په یوې حملې کې ووژل شو.

دا د ناتو له پاره د میاشتې اوله مړینه ده. د جون میاشت په افغانستان کې د بین المللي قواوو لپاره د ٢٠٠١ کال نه وروسته تر ټولو مرگانۍ وه. په دې میاشت کې ١٠٢ عسکر ووژل شول.

د جنوبي کوریا مامورین وايي د افغانستان په شمال کې د پنجشنبې په ورځ ددغه هیواد په اډه باندې د توغندیو ډزې شوي دي. په دې ډزو کې چاته څه زیان نه دی رسیدلی. دغه حمله په داسې حال کې شوېده چې د جنوبي کوریا د ملکي بیا جوړونې ټېم ځان دې ته چمتو کوي چې په افغانستان کې خپل ماموریت پیل کړي.

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل د بیا جوړنې کارکونکي او امنیتي پرسونل د توغندي د لگیدلو په وخت په خپله اډه کې وو. ویاند وویل امنیتي پرسونل د حملې په ځواب کې دوه توغندي ویشتلي دي.

جنوبي کوریا په ٢٠٠٧ کال کې د طالبانو سره د یرغملو له کشالې وروسته خپل پوځیان له افغانستان نه وویستل. جگړه مارو د یو شمیر جنوبي کوریایانو د یرغمل په وخت دوه تنه یې ووژل.

XS
SM
MD
LG